په استانبول کې د شپې په کلب برید کوونکي په خپل جرم اعتراف وکړ

په استانبول کې د نوي کال په شپه د ستر قتل عام اصلي فاعل په خپل جرم اعتراف وکړ

653045
په استانبول کې د شپې په کلب برید کوونکي په خپل جرم اعتراف وکړ

په استانبول کې  د نوي کال د شپې په لومړنیو ساعتونو کې  د شپې په کلب برید کوونکي  چې تیره شپه  ونیول وشو په خپل جرم  اعتراف وکړ.

د یادولو وړ ده چې  د عبدالقدیر مشاریبپوف  په نامه  برید کوونکي  د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړۍ نیټه  د شپې په د یوې بجې او ۲۰ دقیقو په شاوخوا کې  د استانبول د اورتاکوی په سیمه کې  د شپې په کلب خونړی  وسله وال برید کړی وو چې له امله يي ۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

برید کوونکی  ۱۷ ورځې وروسته  پرون شپه  د استانبول د ایسن یورت په سیمه کې  د یو اپارتمان  په پنځم منزل کې  په یو کور کې  ونیول شو.

پدې کور کې د برید کوونکي سربیره  ۴ تنو نور هم  ونیول شو. برید کوونکي  د استانبول د امنیې په قومندانۍ کې په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپل جرم  اعتراف وکړ.

 


پيوندونه: #ترکیه , #استانبول

اړوند خبرونه