په استانبول کې د ۳۹ تنو قاتل ۱۷ ورځې وروسته ژوندی ونیول شو.
په استانبول کې د شپې په کلب برید کوونکی ونیول شو.
په استانبول کې د ۳۹ تنو قاتل ۱۷ ورځې وروسته ژوندی ونیول شو.
د استانبول پولیسو د نوي کال په شپه د شپې په کلب برید کوونکی عبدالقدیر مشاریپوف مشهور په ابو محمد الخراساني ونیولو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې برید کوونکی د استانبول د ایس یورت په سیمه کې د قیرغیزستان د هیواد د وګړي یو تن بل داعشي ترهګر په کور کې ونیول شو.
پولیسو د تیرو څو ورځو راهیسې د استانبول د ایسن یورت په سیمه کې یو شکمن کور د تعقیب لاندې نیولی وو. پولیسو د پوره معلوماتو د ترلاسه کولو نه وروسته تیره شپه په ناوخته ساعتونو کې په کور چاپه واچوله. برید کوونکي چې د پټیدو هڅه کوله لاس په لاس ژوندی ونیول شو.
په نوموړي کور کې د برید کوونکي سربیره ۴ تنو نور شکمن کسان هم نیول شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د عبدالقدیر مشاریپوف په نامه داعشي ترهګر د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړنیو ساعتونو کې د استانبول د اورتا کوی په سیمه کې د سمندر په غاړه د شپې په یو کلب وسله وال برید وکړ چې په پایله کې ۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ او په لسګونو تنه نور ټپیان شول.
برید کوونکی د برید نه وروسته په تیښته بریالی شوی وو. د برید کوونکي د نیولو په خاطر په ټول هیواد کې هلو ځلو دوام درلود.
امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې د برید کوونکي سره یو ځای ۴ تنه نور هم نیول شوي دي. د نیول شوو کسانو نه یو نارینه او درې ښځې دي . نارینه د قیرغیزستان وګړی دی او ښځې یوه د سومالي، یوه د مصر او بله د سینیګال د هیواد وګړي دي.
برید کوونکی پداسې حال کې ونیول شو چې د خوب د تخت لاندې د ځان د پټولو هڅه کوله. امنیتي ځواکونو په ډیره ارامه توګه او سړې سینې دا عملیات ترسره کړل.
امنیتي ځواکونو ترهګرو ته د وسله والې نښتې او یا د وسلې د اخیستو فرصت ورنکړ.
ویل کیږي برید کوونکی درې ورځې مخکې دې کورته راغلی او پټ شوی وو. په یاد شوي کور کې څیړنې دوام لري.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.