د استانبول والي د نیول شوي برید کوونکي په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل

د استانبول  والي  واصف شاهین  تیره شپه په استانبول کې  د نوي کال په شپه  د شپې په کلب د برید کوونکي  د نیولو نه وروسته  نن  خبري غونډې ته معلومات ورکړل.

653205
د استانبول والي د نیول شوي برید کوونکي په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل

په استانبول کې  د نوي کال په شپه  د شپې په کلب  برید کوونکی  په افغانستان کې روزل شوی دی.

د استانبول  والي  واصف شاهین  تیره شپه په استانبول کې  د نوي کال په شپه  د شپې په کلب د برید کوونکي  د نیولو نه وروسته  نن  خبري غونډې ته معلومات ورکړل.

هغه  وویل چې  د ۲۰۱۷ کال  د جنوري په لومړۍ نیټه  د شپې  د یوې بجې او ۱۵ دقیقو په شاوخوا کې  د عبدالقدیر مشاریپوف  په نامه  د ازبکستان  وګړي  د شپې په کلب  منفور  او وحشي برید وکړ. په برید کې  ۳۹ تنو بې ګناه ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ او ګڼ شمیر نور ټپیان شول.

والي وویل چې  د برید کوونکي  د نیولو په خاطر  د ځانګړو پولیسو په ګډون ۲۰۰۰ تنه پولیس په دنده ګمارل شوي وو.

برید کوونکی  تیره شپه  د استانبول د ایسن یورت  په سیمه کې  په یو کور کې  د ۴ تنو نورو شکمنو کسانو سره  یو ځای ونیول شو.

والي وویل چې برید کوونکی  د ازبکستان وګړی دی او په افغانستان کې روزل شوی دی . ګمان کیږي  چې برید کوونکی  د ۲۰۱۶ کال  په پيل کې د قاچاقي لارو څخه  ترکیې ته راداخل شوی وي.

والي وویل چې برید کوونکی  په افغانستان کې د روزنې نه وروسته  ترکیې ته راغلی دی. هغه وویل چې برید کوونکی  په څلور ژبو  پوهیږي  .

د استانبول  والي وویل چې  د برید کوونکي د نیولو په خاطر  د روانو عملیاتو  په ترڅ کې  ۷۲۰۰ ساعته  امنیتي کمرو  فلمونه  په جدي توګه څیړل شوي دي. د ترکیې د ازمیر ، هتای  ، قونیې  او استانبول په ښارونو کې  ۱۵۲ ادرسونو باندې چاپې اچول شوي دي.

د والي په وینا  داعشي ترهګر چې  عبدالقدیر مشاریپوف  نومیږي مشهور په ابو محمد الخراساني  دی. هغه ترکیې ته د راتګ نه وروسته لومړی  د استانبول د باشاک شهیر په سیمه کې  کور په کرا کړی وو. وروسته يي د ځان د پټولو په خاطر څو ځله ادرسونه او کورونه  بدل کړي دي.

والي وویل چې  برید کوونکي  په خپل جرم اعتراف کړی دی او ددې سربیره  د ګوتو نښانې  سر  خوري.


پيوندونه: #ترکیه , #استانبول

اړوند خبرونه