د تركيې د بورسونو د مينه والو د پام وړ!

په تركيه كې د ماسټرۍ او دوكتورا په برخو كې د لوړو زده كړو د بورس د ترلاسه كولو په موخه نومليكنه پيل شوه.

652282
د تركيې د بورسونو د مينه والو د پام وړ!

په تركيه كې د ماسټرۍ او دوكتورا په برخو كې د لوړو زده كړو د بورس د ترلاسه كولو په موخه نومليكنه پيل شوه. 

د یادولو وړ ده چې د لېسانس د پروګرامونو لپاره د نوملیکنې بهیر به وروسته پیل شي.

پخوا به د لېسانس ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو لپاره نوملیکنه پر یو وخت پیل کېدله چې سږ کال بیا د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو نوملیکنه مخکې پیلیږي.

 

- د ماسټرۍ د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكي د زېږېدو نېټه بايد ۰۱-۰۱-۱۹۸۷ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۳۰ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د لېسانس د دورې ډيپلوم بايد هم ولري. 
 - د دوكتورا د پروګرامونو لپاره د نوم ليكونكي د زېږېدو نېټه بايد ۰۱-۰۱-۱۹۸۲ ښكته نه وي. يعنى د نوم ليكنې پرمهال د نوماند عمر بايد تر ۳۵ كلونو پورته نه وي. سربېره پر دې د ماسټرۍ د دورې ډيپلوم بايد هم ولري. 
-  داسې روغتيايي ستونزې و نه لري چې د نوماند د تحصيل مخنيوى وكړي. 
د تركيې د تحصيلي بورسونو رسمي اكاډيميكه ژبه تركي ده. په تركيه كې هغه پوهنتونونه چې رسمي ژبه يې انګليسي يا بله ژبه وي د پورتينو اسنادو سربېره د TOEFL يا IELTSS په څېر د نړيوالو آزموينو نمرې هم غواړي. پدې اړه جزييات د اړوند پوهنتون د وېبپاڼې نه ترلاسه كولاى شئ. 

نوم ليكنه يواځې د انټرنېټ له لارې ترسره كيږي. 

تاسې كولاى شئ چې ددې لېنك له لارې نومليكنه وكړئ او پدې اړه لا زيات معلومات ترلاسه كړئ.

د ماسټرۍ او دوكتورا د بورسونو په اړه د پوښتنو او لا زياتو معلوماتو په موخه په فېسبوك كې ددې لېنك له لارې زموږ پاڼه خوښه كړئ.
زموږ د فېسبوك د پاڼې د پتې لپاره دا ځاى كېكاږئ.

همداراز د بورسونو په اړه د پوښتنو لپاره کولای شئ چې د  برېښنالیک له لارې تماس ونیسئ.

زموږ د برېښناليك پته ده: Pashto@trt.net.tr   



اړوند خبرونه