د ترکیې  حکومت  د پانګه والو سره  سم  د هغوې  کورنیو  ته هم  تابعیت ورکوي.

د ترکیې حکومت  د تابعیت  په قانون کې  د ځینو اصلاحاتو  راوستو  سره  پانګه والو ته  د فوق العاده تابعیت ورکولو  مسلې ته  ځای ورکړ.

652671
د ترکیې  حکومت  د پانګه والو سره  سم  د هغوې  کورنیو  ته هم  تابعیت ورکوي.

د ترکیې حکومت  د تابعیت  په قانون کې  د ځینو اصلاحاتو  راوستو  سره  پانګه والو ته  د فوق العاده تابعیت ورکولو  مسلې ته  ځای ورکړ.

په ترکیه کې  د ساختماني‌ سکتور  د ودې  او هیواد ته  د پانګه والو د راجذبولو په خاطر  حکومت  د تابعیت په قانون کې د اصلاحاتو سره  یو ډیر مهم  ګام  اوچت کړ.

د ترکېې د تابعیت په قانون کې  اصلاحاتو  په رسمي‌ جریده کې د خپریدو نه وروسته  نافذ شول.

د ویلو ده چې د نوو اصلاحاتو له مخې  هغه  پانګه والو ته  چې  لږ تر لږه  د یو میلیون ډالر په ارزښت غیرمنقول اموال لکه کور، دوکان او داسې نور وپیري‌ په فوق العاده  توګه ورته  تابعیت ورکول کیږي. دا کسان  تر درو کلونو پورې  غیرې منقول اموال  پلورلی نشي. 

همداشان  د نوموړو اصلاحاتو له مخې  هغه کسانو ته  چې  په ترکیه کې  لږ تر لږه  ۲ میلیونو ډالرو پانګه اچونه وکړي‌ په استثنايي  ډول سره فوق العاده  تابعیت ورکول کیږي.

د نوموړي‌ قانون له مخې  هغه کسانو ته چې  په ترکیه کې په بانکونو کې  ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت  بانکي‌ حساب پرانیزي‌ او یا دولتي‌  قرضې  وپیري‌ فوق العاده  تابعیت  ورکول کیږي. دا کسان اړ دي‌ چې حکومت ته بانکي‌ ضمانت پاڼې  او اسناد او شواهد  وړاندې کړي.

  په فوق العاده  توګه د تابعیت  د مسلې نه هغه  کسان  چې  لږ تر لږه  په ترکیه کې  ۱۰۰ تنو ته  د کار  زمینه  برابره کړي‌ هم ګټه پورته کولی شي.

د ترکیې  حکومت  د پانګه والو سره  سم  د هغوې  کورنیو  ته هم  تابعیت ورکوي. 

 

د ویلو ده چې  د ترکیې  د تابعیت په قانون کې  ددې اصلاحاتو سره  پانګه والو ته اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي‌ دي. ددې  اصلاحاتو نه موخه  ترکیې ته د بهرنۍ پانګې  راجذبول  دي.

 

نوټ : په ترکیه کې  هغه کسانو ته  چې  د ټاکل شوي‌ رقم  نه  د ټیټې  بیې کورونه  او یا دوکانونه  پیري‌ تر پنځو کلونو پورې  کال په کال  د اوسیدو اجازه  نامه یا  اقامت کارت   ورکول کیږي. همداشان  نوموړي کسان    ۵ کاله  پرته د کومې ستونزې  او یا جرم  نه  د اوسیدو  وروسته  بیا  د تابعیت  په خاطر  د مراجعې  حق ترلاسه کوي.   

 


پيوندونه: #ترکیه , #تابعیت

اړوند خبرونه