د عثماني  خاندان  د ۴۴ م  ریس عثمان اوغلو  جنازه په امریکا کې خاورو ته  وسپارل شوه.

د عثماني خاندان د ۴۴ ریس جنازه په امریکا کې خاورو ته وسپارل شوه

647870
د عثماني  خاندان  د ۴۴ م  ریس عثمان اوغلو  جنازه په امریکا کې خاورو ته  وسپارل شوه.

د عثماني  خاندان  د ۴۴ م  ریس عثمان اوغلو  جنازه په امریکا کې خاورو ته  وسپارل شوه.

د عثماني  خاندان  د ۴۴ م ریس بایزید عثمان اوغلو  جنازه  د نیویارک  د ایوب سلطان په جامع جومات کې  د جنازې د لمونځ نه وروسته  د لانګ ایسلنډ  په سیمه کې  په خپله کورنۍ هدیره کې  خاورو ته  وسپارل شوه.

د عثماني  خاندان  ۴۴ م ریس  بایزید عثمان اوغلو  د عثماني  خاندان  د ۳۱م پاچا سلطان عبدالمجید خان  کړوسی وو  چې  د ۹۳ کلونو په عمر يي په امریکا کې ژوند د لاسه ورکړی وو.

د عثمان اوغلو  د جنازې په مراسمو کې د عثماني خاندان  د غړیو سربیره  په امریکا کې میشتو یو زیات شمیر ترکانو  او هغه دوستانو ګډون کړی وو.

د عثماني خاندان د پخواني  ریس  میرمن  زینب عثمان  د اناتولیا خبري  اژانس ته وویل چې « سره ددې چې  مرحوم عثمان اوغلو  د عثماني خاندان  ریس  او شهزاده وو  خو ډیر ساده  او نورمال  ژوند يي درلود. د عثماني خاندان  د کورنۍ د غړیو نه  نور څوک  پدې نه پوهیدل  چې هغه  شهزاده  دی. هغه هیڅکله هم  نه غوښتل  ددې مسلې نه څوک خبري شي. »

هغې وویل که چیرې عثماني  امپراتورۍ  او دولت  دوام  موندلی وای  مرحوم  عثمان اوغلو  به د پاچا  شوی وی. د ویلو ده چې  عثمان اوغلو  په تبعید کې زیږدلی  د عثماني خاندان  لومړنی  غړی وو. د عثماني خاندان  ریس  عثمان اوغلو په ۱۹۲۴ کال کې  په فرانسه کې  نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه وروسته د خپل مور او مشر ورور سره  یو ځای  د امریکا نیویارک ښار ته کډه شو. هغه  په ۱۵ بهرنیو ژبو  پوهیده . همداشان عثمان اوغلو  د امریکا د نیویارک په ښار کې په یو کتابتون کې  په ۱۵ ژبو  کتابونه ژباړل.

د یادولو وړ ده چې  په ترکیه کې د عثماني  خاندان  په نارینه وو غړیو  ترکیه ته د راتګ  بندیز  په ۱۹۷۴ کال کې  له منځه یوړل شو. هغه  د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۵ کال کې د ترکیې نه لیدنه وکړه. عثمان اوغلو  هر کال په منظم ډول سره د ترکیې نه لیدنه کوله. عثمان اوغلو د ۲۰۰۹ کال د سپټمبر په میاشت کې د عثماني خاندان د ۴۳م ریس د مړینې نه وروسته  د ریس په توګه وټاکل شو.



اړوند خبرونه