د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په لویدیځې نړۍ سختې نیوکې وکړې

ترکیه : هغه هیوادونه چې د داعش پر خلاف په مبارزه کې د ترکیې نه ملاتړ نکوي په انجیرلیک هډه کې موجودیت کومه معنا نلري

645524
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په لویدیځې نړۍ سختې نیوکې وکړې

د ترکیې  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې « ترکیه د انجیرلیک هوايي هډې د تړولو  پلان نلري  خو یواځي  هغه هیوادونه چې د داعش پر خلاف په مبارزه کې د ترکیې سره مرسته اوملاتړ نکوي دلته  پاتې کیدل  بې معنا خبره ده.»

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په نیویارک کې د ملګروملتونو نوي سرمنشي انتونیو ګوتریس سره د لیدنې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

چاووش اوغلو  د هغه هیوادونو پر خلاف  چې  د  ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې د الباب په سیمه کې د داعش پر خلاف د روانوعملیاتو نه  ملاتړ نه کوي  سخته نیوکه وکړه. هغه وویل چې په سوریه کې د روان انساني  بحران د حل په خاطر باید په جدي توګه کار وشي.

هغه زیاته کړه «  ترکیه د داعش پر خلاف  قوي مبارزه کوي خو له بده مرغه چې پدې وروستیو کې  د داعش پر خلاف د مبارزې نړۍوال ایتلاف  زمونږ د ځواکونو سره هوايي مرسته نه کوي. که چیرې  دا نړۍوال ایتلاف  د داعش پر خلاف  د مبارزې په موخه جوړ شوی وي  ، ترکیه په فزیکي ډول نن  د داعش سره مبارزه کوي. پس ولې  دا نړۍوال ایتلاف د ترکیې د ځواکونو  نه پدې مبارزه کې  ملاتړ نکوي. داعش هره ورځ  د رقه ښار نه  الباب ته تازه  دمي  جنګیالي  رالیږي. ترکیه  د نوموړو جنګیالیو د تګ راتګ  د لارو  کوردینات  د نړۍوال ایتلاف سره  شریکوي خو هغوې پرې  برید نه کوي.»

د بهرنیو چارو وزیر د انجیرلیک هوايي هډې په اړه  روانو بحثونو ته په اشارې سره وویل « ترکیه د نوموړې هډې  تړولو  نیت نلري خو په نوموړې هډه کې د هغه هیوادونو چې  د داعش پر خلاف په مبارزه کې د ترکیې نه ملاتړ نکوي  موجودیت  کومه  معنا نلري. »

د بهرنیو چارو وزیر  خبري غونډې ته د ملګروملتونو د سرمنشي سره د لیدنې په اړه هم معلومات  ورکړل. هغه وویل چې پدې لیدنه کې  د قزاقستان په پلازمینه  استانه کې  د سوریې د سولې د مذاکراتو په مسلې خبرې وشوې. هغه زیاته کړه چې د سوریې د ستونزې د حل په انداره  په نوموړي هیواد کې  روان بشري ناورین هم  ځانګړې اهمیت لري. ددې بشري ناورین د حل په خاطر هم باید جدي ګامونه اوچت شي.

هغه وویل چې  په سوریه کې  خلکو ته د بشري مرستو د رسولو د څرنګتیا په اړه يي د ښاغلي ګوتریس سره  خبرې وکړې. په سوریه کې باید پرته  د تبعیض او توپیر نه ټولو  خلکو  ته  مرستې ورسول شي.

چاووش اوغلو وویل چې  د ملګروملتونو د سرمنشي سره يي د قبرس په مسلې هم خبرې وکړې.


پيوندونه: #ترکیه , #داعش

اړوند خبرونه