۲۵۰ تنه افغان ښځینه پولیسو په ترکیه کې د مسلکي زده کړو نه وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړ

په ترکیه کې د افغانستان د ښځینه  پولیسو د مسلکي  زده کړو پنځمه  دوره  فارغه شوه.

645399
۲۵۰ تنه افغان ښځینه پولیسو په ترکیه کې د مسلکي زده کړو نه وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړ

د افغانستان  ۲۵۰ تنو ښځینه پولیسو  په ترکیه کې  د ۴ میاشتو مسلکي  زده کړو نه وروسته  د فراغت  سندونه  ترلاسه کړ.

د ویلو ده چې  په ترکیه کې د افغانستان د ښځینه  پولیسو د مسلکي  زده کړو پنځمه  دوره  فارغه شوه.

افغان ښځینه  پولیسو  د ترکیې د سیواس په ولایت کې د پولیسو په اکاډمۍ کې  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د فراغت  سندونه  ترلاسه کړ.

مراسم  د دواړو هیوادونو  د ملي سردونو په غږولو سره پیل شول.

پدې مراسمو کې  د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد هم  ګډون کړی وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر  تاج محمد جاهد  د افغانستان د ښځینه پولیسو د فراغت په مراسمو کې  د خپلې وینا په ترڅ کې وویل «  په ورور  او دوست  هیواد کې د شتون له امله خوښ یم. ترکیه  د افغانستان  ورور  او نږدې  دوست هیواد دی. د کلونو کلونو راهیسې  زمونږ ترڅنګ  دریدلی  او خپله دوستي  په اثبات  رسولې ده . ترکیه په سیمه او نړۍ کې  ځانګړې موقف لري. ترکېې  په ځانګړې توګه  د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې  د افغانستان  د بیارغونې  او په خپلو خپو د دریدو په خاطر  د هیڅډول مرستې نه  ډډه نده کړې. »

د ویلو ده چې  پدې مراسمو کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر صباح الدین اوزترک هم ګډون کړی وو.

هغه په مراسمو کې ګډوالو ته په وینا کې وویل چې « ترکیه  پرته  د کوم تبعیض  او توپیر نه  د پخوا په څیر نن هم  د ورور  او دوستو هیوادونو نه  ملاتړ کوي. د افغانستان سره  تاریخي  ورورولي  او ډیرې نږدې دوستانه اړیکي  لرو. سره ددې چې  افغانستان د جغرافیوي موقعیت له پلوه  د ترکیې نه  لرې  پروت  دی  خو  د فرهنګي، کولتوري، تاریخي  او محبت  له پلوه یو بل ته  ډیر نږدي  دی. مونږ افتخار کوو چې  د افغانستان  د پولیسو  او امنیتي ځواکونو په روزلو کې ونډه لرو. د افغانستان دا ښځینه  پولیسې  چې نن  ورځ  په ترکیه کې د مسلکي  زده کړو نه وروسته  فارغیږي  دوی په اصل کې د ترکیې او افغانستان ترمنځه  د دوستۍ  او ورورولۍ  ښکاره بیلګه ده . دوی به زمونږ  دوستي  لا پسې پیاوړي  کړي . »

همداشان په مراسمو کې  بل ګډونوال  د سیواس ولایت  د امنیې قومندان  سلامي التنوک  د خپلې وینا په ترڅ کې  د مسلکي پولیسو په اهمیت د ټینګار سره وویل « په اصل کې  د مسلکي پولیسو  شتون  او  هیوادونو  د امنیتي  ارګانونو ترمنځه  همکاري  د جرایمو  د مخنیوي او د کچې د راټیټولو په برخه کې ډیره زیاته مرسته کوي . د ترکیې  د پولیسو تشکیلات  نن ورځ د نورو هیوادونو سره  همکارۍ ته  ډیر زیات اهمیت ورکوي. د افغانستان نه به چې زمونږ  واقعي  دوست او ورور  هیواد  دی  ملاتړ ته دوام  ورکړو.

همداشان  د مراسمو په پای کې  په سیواس کې  د افغان ښځینه پولیسو د پنځمې دورې  ۲۵۰ تنو فارغینو ته  د فراغت سندونه  او ځیني ډالۍ  ورکړل شوې.

د یادولو وړ ده  چې د ترکیې او افغانستان ترمنځه  د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د لاسلیک شوي  تړون  په چوکاټ کې هر کال  په سلګونو تنه ښځینه او نارینه پولیس  د ترکیې د سیواس په ولایت کې روزل کیږي.



اړوند خبرونه