اردوغان: د ترهګري بريدونو موخه خلكو ترمېنځ د دښمنۍ خپرول دي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان نن په يوې غونډه كې وويل چې پدې وروستيو كې په تركيه كې د ترهګري بريدونو موخه د خلكو ترمېنځ د دښمنۍ خپرول دي.

644186
اردوغان: د ترهګري بريدونو موخه خلكو ترمېنځ د دښمنۍ خپرول دي.

 

 

ولسمشر چې په انقره كې يوې غونډې ته وينا اوروله څرګنده كړه چې تركيه او تركي ملت د اور په مقابل كې آموزينه وركوي. خو تركيه د دا ډول بريدونو د عاملينو او ترهګرو پر وړاندې د مبارزې ځواك او وړتيا لري.

اردوغان وويل چې `` د دا ډول بريدونو اصلي موخه دا ده چې موږ د خپل عقل پر ځاى احساسات وكاروو. په ټولنه كې د خلكو ترمېنځ اختلافاتو ته لمن وهل دي. دا لوبه بايد درك كړو. بايد پياوړي او خونسرده اوسو. تېښته د بې غيرتو كار دى. زموږ ملت غيرتي دى. ``

اردوغان دا هم وويل چې هغه كسان چې وايي تركيه ترهګرۍ ته تسليم شوې ده، په حقيقت كې د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو په كتار كې دي. هغه كسان چې د خپل هېواد امنيت او د سيمې د ثبات په موخه د تركيې مجادلې ته د `نورو هېوادونو په كورنيو چارو كې مداخله` وايي، په اصل كې په هېڅ نه پوهيږي.

``د داعش پر وړاندې د بل هر هېواد په پرتله په اغېزمنې مبارزې باندې د بوخت هېواد تركيې باندې ددې خطرناكې ډلې د ملاتړ تول لګول په حقيقت كې د تركيې پر وړاندې د دوى په ليكو كې درېدل دي.``

ولسمشر همداراز زياته كړه چې هغه كسان چې  په هېواد كې د كردانو د ستونزې تر نامه لاندې چيغې وهي، د دوى اصلي موخه د كردي هېوادوالو د ستونزو آوارى نه بلكې په لارو او كوڅو كې د خندقونو او كندو د كېندلو د سياست پلوي كوي. تركيه په هېڅ ډول د چا په شخصي ژوند كې د سيستماتيكې مداخلې هوډ نه لري.


پيوندونه: #اردوغان , #ترهګري

اړوند خبرونه