د نوي کال په شپه په استانبول کې  د شپې په کلب د برید کوونکي  هویت تثبیت شو.

په استانبول کې د شپې په کلب د برید کوونکي هویت تثبیت شو.

643958
د نوي کال په شپه په استانبول کې  د شپې په کلب د برید کوونکي  هویت تثبیت شو.

د نوي کال په شپه په استانبول کې  د شپې په کلب د برید کوونکي  هویت تثبیت شو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د اناتولیا خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې  « د نوي کال په شپه په استانبول کې د شپې په کلب د برید کوونکي هویت تثبیت شوی دی. همداشان د نوموړي  برید په تړاو  په ازمیر ولایت کې  د داعش ترهګرې ډلې ۲۰ تنه شکمن کسان نیول شوي دي. »

هغه زیاته کړه چې  د هیواد ځانګړو پولیسو  تیره شپه  د ازمیر ولایت  بورنوا او بوجا په ولسوالیو کې  په ۴ جلا جلا ادرسونو چاپې واچولې  او ختیځ ترکستان، داغستان او سوریې  وګړي  ۲۰ تنه شکمن کسان يي ونیول.

هغه وویل چې  برید کوونکي  د نوموړو کسانو سره  ارتباط  درلود او ددوی سره په یو کور کې پاتې شوی وو.

بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې  د نوموړو نیول شوو کسانو نه  ۱۱ تنه یي ښځې دي. تحقیقات ترینه دوام لري. د نوموړو د تحقیقاتو په رڼا کې به نور کسان هم  ونیول شي.

هغه وویل چې د نیول شوو شکمنو په کورونو کې  د پلټنو په ترڅ کې سنایپر ټوپکې، دوربین، جي پي اس او ځیني عسکري  توکي  موندل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  د نوي کال په شپه په استانبول کې  د شپې په یو نامتو کلب وسله وال برید وشو چې له امله يي ۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۶۵ تنه نور ټپیان شول. د وژل شوو کسانو ډیری  بهرني  وګړي وو. 


پيوندونه: #ترکیه , #استانبول

اړوند خبرونه