ترکیه پر درندو وسلو سمبال نوی ډرون جوړوي.
د ترکیې وسله وال پوځ د یو نوي ډرون یا بې پیلوټه الوتکې د جوړولو لپاره چې په درندو وسلو او بمونو سمبال وي او د هدف د ویشتلو به برخه کې حساس وي، جوړوي.
د ترکیې وسله وال پوځ د یو نوي ډرون یا بې پیلوټه الوتکې د جوړولو لپاره چې په درندو وسلو او بمونو سمبال وي او د هدف د ویشتلو به برخه کې حساس وي، جوړوي.
ترکیې د خپلو ملي امکاناتو په واسطه چې تر اوسه پورې د انکا او بیرقدار په نامه دوه ډوله ډرون الوتکې جوړې کړي دي، دا دی د یوې نوې بې پیلوټه الوتکې د جوړولو لپاره د وسلې جوړولو ترکي شرکتونو سره پروتوکول لاسلیک کړ.
نوی ډرون چې «اکینجي» نومیږي و به کولای شي چې د درندو بمونو په واسطه هدف په اسانۍ سره وولي. اکینجي د عثماني امپراتورۍ په اوردو کې د تعرضي ځواکونو نوم دی او د ترکیې په تاریخ کې ځانګړی ارزښت لري.
ددې پروژې اهمیت دا دی چې په هېڅ ډول به د بهرنۍ ټېکنالوژۍ نه پکې ګټه پورته نشي.
دا ډرون د څلورو ترکي شرکتونو په زیار جوړیږي چې ټول د ملي ټېکنالوژۍ نه په کې ګټه اخیستل کیږي.
د یادولو وړ ده چې ترکیې په ۲۰۰۴م کال کې له امریکایي مقاماتو د Reaper ډوله ډرون د اخیستلو غوښتنه وکړه خو د امریکا کانګرس یې د خرڅلاو اجازه ونکړله.
د اکینجي په نامه ډرون به د امریکا او نورو هېوادونو د بې پیلوټه الوتکو سره رقابت وکړي. ټاکل شوې ده چې دا ډرون به په ۲۰۱۸م کال کې وسله وال پوځ ته تسلیم شي.
ترکیه اوسمهال د انکا په نامه د کشف او اسختباراتو ډرون او همداراز د بیرقدار په نامه په وسلو سمبال دوه ډوله ډرون الوتکې لري.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.