د استانبول د بېګاني برید په اړه د اردوغان غبرګون

ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د تېرې شپې د ترهګري برید په اړه د لومړني غبرګون په ترڅ کې وویل چې «دې ډول ناولو لوبو ته به هېڅکله تسلیم نشو.»

641786
د استانبول د بېګاني برید په اړه د اردوغان غبرګون

 

ولسمشر رجب طیب  اردوغان په  استانبول کې د تېرې شپې د ترهګري برید په اړه د لومړني غبرګون په ترڅ کې وویل چې «دې ډول ناولو لوبو ته به هېڅکله تسلیم نشو.»

د استانبول د اورتاکوی په یو نایټ کلب باندې د تېرې شپې په ترهګري برید کې ۳۹ تنه ووژل شوأ او تر ۵۰ تنو زیات ټپیان شول.

اردوغان د برید په اړه په خپور کړي پیغام کې لیکلي دي چې « دا منفور ترهګري برید چې په پایله کې یې بې ګناه ملکي وګړي ووژل شول، هېڅکله به زموږ د ملت حضور او یووالي ته زیان ونه رسوي. ددې برید تر شا  ناولي لاسونه چې موخه یې د هېواد استقرار، ملي یووالي او حضور ته زیان  رسول دي، هېڅکله به بریالي نشي. د ترکیې پر وړاندې دا ډول بریدونه په سیمه کې د روان تاوتریخوالي سره مخامخ اړیکې لري. ترکیه  د ګواښونو او بریدونو د سرچینو د وچولو په موخه پخه اراده لري.»

ولسمشر زیاته  کړه چې د خپلو هېوادوالو د امنیت او حضور د ساتنې په موخه به په سیمه کې د اړتیا وړ ټول ګامونه پورته  کړي. ترکیه به نه یواځې ددې بریدونو د وسله والو مسولینو پر وړاندې بلکې د دوی د مالي، سیاسي او فکري پلویانو سره هم خپله مبارزه  جاري وساتي.



اړوند خبرونه