ترکیه او روسیه د سوریې د اروبند په پلان سره په تفاهم ورسیدل.
په سوریه کې د عمومي اوربند په خاطر پلان جوړ شو
![ترکیه او روسیه د سوریې د اروبند په پلان سره په تفاهم ورسیدل.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/6d65/7121/a3fd/586090ea0e2bf.jpg?time=1719320129)
ترکیه او روسیه د سوریې د اروبند په پلان سره په تفاهم ورسید.
د یادولو وړ ده چې ترکیې او روسیې په سوریه کې د عمومي اوربند په خاطر د یو پلان د جوړولو او وروسته دواړو خواوو ته د وړاندې کولو وړاندیز کړی وو.
ترکیې او روسیې په سوریه کې د عمومي اوربند په خاطر پلان جوړ او په سر يي په تفاهم ورسید.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون ۲ ځله د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د نوموړي پلان په اړه د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
دواړو وزیرانو د سوریې د پرمختګونو په اړه هر اړخیزې خبرې هم وکړې.
د اناتولیا خبري اژانس د خبر له مخې انقره او مسکو د سوریې د حلب ښار په ختیځ کې اعلان شوی اوربند د سیمې د خلکو د ویستو نه وروسته اوربند ټول هیواد ته د غځولو په خاطر په جوړ کړي پلان سره په تفاهم ورسیدل.
د نوموړي پلان له مخې په پام کې ده چې په ټوله سوریه کې اروبند اعلان شي. په سوریه کې د بشار اسد د رژیم ، د هغوې ملاتړ کوونکو بهرنیو ترهګرو ډلو او مخالفینو تر کنټرول لاندې په ټولو سیمو کې اوربند حاکم شي.
انقره او مسکو هڅه کوي چې اوربند د نن شپې نه په اعتبار سره ټینګ شي.
د بله پلوه په سوریه کې ترهګریزې ډلې ددې اوربند نه استثناء نیول کیږي.
د نوموړي اوربند د بریالیتوب په صورت کې به د اسد رژیم او مخالفین د روسیې او ترکیې په مشرۍ په راتلونکي میاشت د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د سولې په مذاکراتو پیل وکړي.
د سولې په مذاکراتو کې به ترکیه او روسیه د ضمانت کوونکو هیوادونو رول اجرا کړي.
د نوموړو مذاکراتو سره به په سوریه کې د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ شمیرې حکم په اساس انتقالي دورې ته زمینه برابره شي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719320129)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.