ترکیې یو ځل بیا په لسګونو تنه کډوال له مرګه وژغورل

ترکیې امنیتي ځواکونو د ناقانونه کډوالو سربیره د هغوې قاچاقبران هم ونیول

637585
ترکیې  یو ځل بیا په  لسګونو تنه کډوال له مرګه وژغورل

ترکیې  تیره اوونۍ  د افغان کډوالو د کښتۍ  د ډوبیدو نه وروسته  جدي  تدابیر  نیولي  دي.

په همدې چوکاټ کې د ترکیې امنیتي  ځواکونو  د موغلا ولایت د فتحیه  په ولسوالۍ کې  ۲۶۰ تنه ناقانونه کډوال چې یونان ته د تیریدو هڅه کوله  ونیول.

د موغلا ولایت جاندارما ځواکونو  د فتحیه ولسوالۍ د قاترانجي  په کلي کې  د ۲۶۰ تنو کډوالو په اړه چې د ژمي پدې سړه هوا کې د سمندر له لارې  یونان ته د تیریدو  هوډ  درلود راپور ترلاسه کړ.

امنیتي  ځواکونو  د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته سمدلاسه په حرکت پيل وکړ.

امنیتي ځواکونو د نوموړو ۲۶۰ تنو ناقانونه کډوالو سره  یو ځای ۱۰ تنه  د انسان قاچبران هم  ونیول .

امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې  د نوموړو ۲۶۰ تنو نه  ۱۱۲ تنه  چې  ۵۷ تنه يي ماشومان ول  په کښتۍ  کې سپاره شوي وو او د یونان پر لورې حرکت کړی وو چې  ونیول شول.

همداشان پاتې کسانو هم  بلې کښتۍ  ته  د پورته کیدو  هوډ درلود.

نیول شوي  کسان  د افغانستان، پاکستان، ایران، عراق، فلسطین او سوریې  وګړي  دي.

نیول شوي  کډوال  د تحقیقاتو په خاطر د فتحیه ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ  د بهرنیو وګړو څانګې ته وسپارل شول.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  نیول شوي  کډوال  به  د تحقیقاتو نه وروسته د ترکېې د پولو ته  وویستل شي.

د یادولو وړ ده چې تیره اوونۍ په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله  د پنځو تنو افغان کډوالو ژوند د لاسه ورکړ. 

 



اړوند خبرونه