په انقره كې د روسيې پر سفير د بريد كوونكي هويت تثبيت شو.
د تركيې د كورنيو چارو وزير سليمان سويلو څرګنده كړه چې نن ماښام ( دوشنبه د ليندۍ ۲۹مه) په انقره كې د انځورونو د يو نندارتون د پرانيستلو د مراسمو پر مهال د روسيې پر سفير باندې د خونړي بريد كوونكي هويت تثبيت شوى دى.
633763

د نوموړي په وينا بريد كوونكى مولود مرد آلتن تاش نوميږي او د تېرو دوو كلونو راهيسې د پوليسو په ليكو كې دنده اجرا كوي.
د سويلو د معلوماتو پر اساس په لنډه موده كې به د پېښې تر شا نور شكمن كسان هم ونيول شي او د عدالت منګولو ته به وسپارل شي.
نوموړي زياته كړه چې د پېښې له امله تركيه سخته خواشينې ده. او د كارلوف د كورنۍ په ګډون ټول روسي ملت ته د تسليت مراسم وړاندې كوي.