د روسيې پر سفير باندې وسله وال بريد وشو!

څو شېبې وړاندې په انقره كې د روسيې د هېواد پر سفير اندرې كارلوف باندې چې د يو نندارتون د پرانيستلو په مراسمو كې يې ګډون كړى وو، د نامعلومو وسله والو لخوا بريد وشو.

633714

كارلوف چې د يوې سيمه ايزې ادارې لخوا د روسيې په اړه د انځورونو د نندارتون د پرانيستلو په مراسمو كې وينا اوروله د يو تن وسله وال لخوا پرې ډزې وشوې. د لومړنيو معلوماتو لخوا اندرې كارلوف په بريد كې وژل شوى دى.

ويل كيږي چې بريد كوونكى يو تن وو چې د پوليسو لخوا په متقابلو ډزو كې وژل شوى دى.  

د پېښې په اړه روسي چارواكو ته معلومات وركړل شوي دي.

اندرې كارلوف د تېرو درېو كلونو راهيسې په انقره كې د روسيې د سفير په توګه دنده ترسره كوله.

اړوند خبرونه