ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو د نوي مشر سره د حلب په مسلې خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ملګروملتونو سازمان نوي  سرمنشي انتونیو ګوتریس سره  د سوریې د حلب ښار  په انساني تراژیدي خبرې وکړې.

629943
ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو د نوي مشر سره د حلب په مسلې خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ملګروملتونو سازمان نوي  سرمنشي انتونیو ګوتریس سره  د سوریې د حلب ښار  په انساني تراژیدي خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان  په نوموړو ټیلیفوني خبرو  کې  د حلب په مسله کې  هر څه ژر د ملګروملتونو سازمان  د مداخلې  په اهمیت ټینګار وکړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې  ولسمشر اردوغان  د ملګروملتونو سازمان نوي سرمنشي ته د لوړې  کولو له امله  مبارکي وویله.

ولسمشر اردوغان د ګوتریس سره  په ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د اسد د رژیم لخوا په حلب کې  روان  ضد انساني او ضد بشري  وحشت  او قتل عام  ټوله نړۍ  د حیرانتیا سره مخ کړې ده . په هر قیمت چې کیږي باید د حلب په ښار کې روان قتل عام مخه ونیول شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې  پدې اړه  هلې ځلې پيل کړي دي او په ښار کې  نصبي  اوربند ته  زمینه برابره کړې ده .

هغه وویل چې د حلب نه  د ملکي وګړو او مخالفینو د تخلیې په خاطر  قوي هلې ځلې دوام لري او سیمې ته باید په هر قیمت چې کیږي  بشري مرستې ورسول شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د حلب په مسله کې د ملګروملتونو سازمان  باید خپل مسولیت  ادا کړي. د ملګروملتونو سازمان باید د حلب د مسلې په اړه بیړنۍ  غونډه وکړي.

د ملګروملتونو  نوي سرمنشي  ګوتریس ددې خبرې په ټینګار وویل « ترکیې  د سوریې او عراق  د ګډوالو په برخه کې  د ترسره کړي  فداکارۍ له امله  د ټولې نړۍ  پام ځانته اړولی دی دی او خپل مسولیت يي په ډیره ښه توګه پر ځای کړی دی . ددې په هیله چې د حلب په مسله کې هم  ورته  چلند وکړي. نړۍواله ټولنه باید د حلب د مسلې په اړه  چپه خوله پاتې نشي. »

 


پيوندونه: #حلب , #اردوغان , #ګوتریس

اړوند خبرونه