د ترکیې  په منځګړتوب  د سوریې د حلب په ښار کې اوربند  ټینګ شو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  د حلب په ختیځ کې د مخالفو ډلو، روسیې او اسد ځواکونو ترمنځه  د اوربند  نه خبر ورکړ.

629983
د ترکیې  په منځګړتوب  د سوریې د حلب په ښار کې اوربند  ټینګ شو.

د ترکیې  په منځګړتوب  د سوریې د حلب په ښار کې اوربند  ټینګ شو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  د حلب په ختیځ کې د مخالفو ډلو، روسیې او اسد ځواکونو ترمنځه  د اوربند  نه خبر ورکړ.

د یادولو وړ ده چې د حلب ښار  د تیرو څو اوونیو راهیسې  د اسد د رژیم  د ډیرو شدیدو بمباریو لاندې  قرار درلود  چې  د ترکیې په منځګړتوب  په ښار کې اوربند  ټینګ شو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ترکیه  په سیمه کې  د ملکي وګړو تخلیه او روان بهیر د نږدې  نه  څاري.

د اروبند  سره  سم  لومړی  د محاصرې لاندې په سیمو کې میشتو ملکي وګړي  تخلیه کیږي  او باامنو سیمو ته  انتقالیږي.

دا ملکي وګړي به د حلب په لویدیځ کې د ازادې سوریې تر کنټرول لاندې په سیمو کې ځای په ځای کړی شي.

د ملکي وګړو د تخلیې په خاطر سیمې ته  بسونه  استول شوي دي.

د اوربند په اړه  د ترسره شوي  تفاهم  له مخې  په دویم  پړاو کې به سیمې نه  مخالفین  وویستل شي.

د ویلو ده چې  په حلب کې  د مخالفیو  لویې برخې د ښار نه  د وتو وړاندیز منلی دی .

د بله پلوه د روسیې د ولسمشرۍ د ماڼۍ ویاند  دیمتري پیسکوف  ویلي دي چې د سوریې په اړه  د ترکیې او روسیې  همکاري دوام لري.دواړه هیوادونه د سوریې د ارضي تمامیت  ته  درناوی لري.

هغه  د رشین ټودې تلویزیون سره په مرکه کې  ویلي دي چې  « روسیه او ترکیه دواړه د سوله ایزو او سیاسي لارو څخه د سوریې د ستونزې د حل لارې پلوي کوي.د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  د سوریې په مسله کې  په دوامداره توګه د تماس په حال دی. د سوریې د مسلې په اړه  ديپلوماتیکي هلې ځلې  او په نظامي برخو کې  استخباراتو شریکول  د روسیې لپاره ځانګړې اهیمت لري. »

د بله پلوه  د ملګروملتونو سازمان  د سوریې په اړه د ترکیې او روسیې د هلو ځلو نه ملاتړ اعلان کړ.

ملګروملتونو او امریکا  ویلي دي چې د سوریې د حلب په ښار کې د اوربند  ټینګیدل د ترکیې او روسیې د هلو ځلو پایله ده.

د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر جان کیبري  د حلب د اوربند په اړه خبري رسنیو ته ویلي دي چې « د حلب په اوربند کې امریکا  هیڅډول رول  نلري. دا یواځې او یواځې د ترکېې او روسیې د هلو ځلو په پایله کې رامنځته شوی  اوربند  دی. »

هغه ویلي دي چې امریکا  د حلب د اوربند په اړه د روسیې او ترکیې د مذاکراتو په اړه هم معلومات نه درلودل. د امریکا لپاره د چا لخوا او څنګه وشو مهم  ندی  مهم  اوربند  دی.

هغه ویلي دي چې  د اوربند  او تفاهم  سره به په حلب کې  روان شدت  یو اندازه  کم شي او ملکي وګړي به خوندي سیمو ته  انتقال کړی شي. امریکا  د حلب د اوربند نه پوره ملاتړ کوي.

هغه  وویل چې  د سوریې د ستونزې د حل په خاطر  ایران او روسیه  باید هر څه ژر د اسد نه ملاتړ کولو ته د پای ټکی کیږدي.


پيوندونه: #ترکیه , #سوریه , #اوربند

اړوند خبرونه