په استانبول کې د خونړي برید په اړه د افغانستان غبرګون

د ارګ د مطبوعاتي دفتر لخوا په خبره شوې یوې اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکیې د استانبول په ښار کې د تېرې شپې د ځانمرګي ترهګري برید له امله سخت خواشینی شوی دی.

628056

په اعلامیه کې داسې راغلي دي:

(د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ترکېې په استانبول ښار کې د دوو چاودنو له امله چې د هغه هیواد د یو شمیر اوسیدونکو د وژل کیدو او ټپي کیدو لامل شو، د زړه له تله متاثره شو.

جمهوررئیس غني، د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب خپل د تسلیت او همدردی مراتب د دې المناکه پيښې له امله، د ترکېې جمهور رئیس او خلکو ته وړاندې کړل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس وویل، چې تروریستان د بشریت ضد اعمالو په ترسره کولو سره پر هیچا رحم نه کوي، او تروریزم یو ګډ سیمه ییز او بین المللي ګواښ دی. هغه یو ځل بیا د تروریستي ډلو تر منځ پرته له کوم توپیره پر ګډې او جدي مبارزې ټینګار وکړ.)

اړوند خبرونه