په  استانبول کې  غبرګې  چاودنې  وشوې.

استانبول زورورو چاودنو ولړزو

627758
په  استانبول کې  غبرګې  چاودنې  وشوې.

په  استانبول کې  غبرګې  چاودنې  وشوې.

 د استانبول  بیشکتاش  په سیمه کې  د ویدافون ارینا د لوبغالي  په شاوخوا کې  غبرګې  چاودنې وشوې.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  لومړنۍ زوروه  چاودنه وشوه. همداشان  څو شیبې وروسته  دویمه  چاودنه وشوه.

د ترکیې  د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو  خبري  رسنیو ته وویل چې  چاودنه  د لوبغالي‌ په مخ کې  د فوټبال د سیالۍ نه وروسته  د نندارچیانو د خوریدو وروسته  د امنیتي‌ ځواکونو ترڅنګ  وشوه.

هغه وویل چې په چاودنه کې  شاوخوا شل تنه  ټپیان شوي‌ دي. چاودنې  په پولیسو شوي‌ دي.

د کورنیو چارو وزیر په وینا  چاودنه د موټر پر مټ شوې ده . چاودنې د ویدافون ارینا لوبغالي  په مخ کې رامنځته شوي‌ دي. 

سیمه  د امنیتي‌ ځواکونو لخوا کلا بند شوې ده . د پیښې  ټپیان  سمدلاسه شاوخوا روغتونونو ته  انتقال شول.


پيوندونه: #استانبول , #چاودنې

اړوند خبرونه