د جرمني سفر د بهرنیو چارو د وزارت مقر ته احضار شو.

د ترکیې د ملي شورا د مرستیالې سره د جرمني به یو هوايي ډګر کې د پولیسو د چلند له امله نن په انقره کې ددې هېواد  سفیر د بهرنیو چارو د وزارت مقر ته را وغوښتل شو.

625965

د ملي شورا مرستیالې عایشه نور باغچه کاپېلې چې جرمني ته د خپل سفر پر مهال پاسپورټ ورکړی وو، په هوايي ډګر د یوې مودې لپاره وساتل شوه چې د ترکیې د ولسمشر په ګډون د ټولو غبرګون یې را وپارولو.

پدې لړ کې په انقره کې د جرمني سفیر مارتین ارډمان ته د بهرنیو چارو د  وزارت به مقر کې د ترکیې اعتراضیه لیک وسپارل شو.

باغچه  کاپېلې په جرمني کې خپل پاسپورټ ورک کړی وو چې د موقتي پاسپورټ سره غوښتل چې انقرې ته راستنه شي. د هوایي ډګر پولیسو پدې  بهانه امنیتي پوستې ته یوړه او د ۴۵ دقیقو  لپاره یې وځنډوله.

ولسمشر رجب  طیب اردوغان د پېښې له امله سخت غبرګون وښودل  د متقابل اقدام خبرداری یې ورکړ.

پيوندونه: #جرمني , #ترکیه

اړوند خبرونه