په استانبول کې په زرګونو تنو د شپې په نیمايي کې په ګډه د غزې، حلب او روهینګا مسلمانانو ته دعا وکړه

په ترکیه کې  په زرګونو تنو  د غزې، حلب، بورما او د نړۍ  ټولو مسلمانانو پر خلاف  د تهجد  لمانځه نه وروسته  دعا وشوه.

622914
په استانبول کې په زرګونو تنو د شپې په نیمايي  کې  په ګډه د غزې، حلب او روهینګا مسلمانانو ته دعا وکړه

په ترکیه کې  په زرګونو تنو  د غزې، حلب، بورما او د نړۍ  ټولو مسلمانانو پر خلاف  د تهجد  لمانځه نه وروسته  دعا وشوه.

د ترکیې‌ د استانبول  په ښار کې  د اناتولیا د ځوانانو د  مدني ټولنې  په مشرۍ  او لارښونې  په زرګونو تنه  د شپې  په نیمايي کې  د غز ، حلب، بورما روهینګا  او نړۍ  مسلمانانو لپاره د دعا په خاطر  د ایه صوفیه په میدان کې  سره  راټول شول.

په زرګونو تنو  لومړی  د جماعت سره  د تهجد لمونځ  ادا کړ  او وروسته  يي‌ د سوریې د حلب، د ټول فلسطین او په ځانګړې توګه د غزې د خلکو او بورما د روهینګا مسلمانانو په خاطر  دعا وکړه. 

د تهجد لمانځه  او دعا نه وروسته  د اناتولیا د ځوانانو مدني‌ ټولنې  د استانبول د دفتر  مشر علي‌اوغلور بولوت  پدې  مراسمو کې ګډون کوونکو ته په وینا کې  وویل « پدې سړه هوا کې  دلته  زمونږ  د راټولیدو  هدف د یوې  شیبې  لپاره که هم  وي  د هغه  میلیونو تنو مسلمانانو  د حال  نه  خبریدل  دي‌ چې  د ژمي‌ پدې  سړې هوا  کې  ژوندونه  د لاسه ورکوي، د یوې  مړۍ  ډوډۍ  انظار باسي او  ډول ډول  ظلمونه  زغمي. 

هغه  زیاته کړه چې پدې  وروستیو کې  په ټوله اسلامي‌ نړۍ  او په ځانګړې توګه  غزه، حلب  او بورما  کې  په مسلمانانو د روانو  ظلمونو له امله  زمونږ  زړونه  او ذهنونه په ناامیدۍ  محکوم شوي‌ دي.

نن ورځ  د یو پلو نه په غزه، حلب او بورما کې مسلمانان  په ډیره  بې رحمانه توګه په قتل رسول کیږي  او د بله پلوه  په زرګونو تنه  نور  د ژوند د بقاء  او یو اندازه  اسوده ژوند  په خاطر  په سمندرونو کې  ژوند  د لاسه ورکوي‌ او  د کبانو خواړه کیږي. زمونږ  زړونه  سوري‌ کیږي. پدې هم  ښه پوهیږو چې  دا خفګان  ددې ناخوالو  د مخنیوي‌ په خاطر  کافي‌ ندی. 

د همدې امله  نن  دلته راټول شوو او د الله تبارک و تعالی نه مو ددې ستونزو د حل غوښتنه وکړه. »

هغه وویل چې  د ظلم  پر وړاندې  مقامت  او غږ اوچتول هم  میړانتیا  ده . نن ورځ  باید  ټول  ددې ظلم  پر وړاندې غږ اوچت کړو ، ځکه چې  ظلم  هیڅوخت  ازلي‌ او تل پاتې ندی. هغه زیاته کړه چې مونږ  مسلمانان  باید  د ژمي‌ پدې  سړو شپو ورځو کې  د هغو مسلمانانو سره  چې  کورونه، مور ، پلار، اولاد  او هر څه يي‌  لاسه ورکړي‌ د مرستې  لاس اوږد کړو.دا په مونږ  د هغوی  حق  دی.


پيوندونه: #ترکیه , #استانبول

اړوند خبرونه