د ترکیې د دیارباقر په ولایت کې یوې روسیې میرمنې د اسلام مبارک دین په قبولو سره مسلمانه شوه.
په ترکیه کې هر کال نږدې زر تنه مسیحیان د اسلام مبارک دین ته مخه کوي
د ترکیې د دیارباقر په ولایت کې یوې روسیې میرمنې د اسلام مبارک دین په قبولو سره مسلمانه شوه.
د دیارباقر ولایت د دیني چارو د ریاست په وینا پرون د دسمبر لومړۍ نیټه د روسیې وګړې میرمن یلینا سلکینا د حقایقو په درکولو سره د اسلام په مبارک دین مشرفه شوه.
په خبر کې راغلي دي چې نوموړې روسي میرمنې چې د اسلام مبارک دین سره مینه او محبت پيدا شوی وو د دیارباقر ولایت د مفتي د مرستیال عبدالله ایشیک نه د اسلام د دین په اړه د معلوماتو د اخیستو نه وروسته د اسلام په مبارک دین د مشرفیدو پریکړه وکړه.
نوموړې میرمنې د مفتي په دفتر کې د مفتي او د اسلامي چارو د ریاست د چارواکیو په حضور کې د طیبې د کلمې په ویلو سره د اسلام مبارک دین قبول کړ.
د هیواد د دیارباقر ولایت د اسلامي چارو د ادارې چارواکیو نوموړې میرمنې ته د اسلام مبارک دین په اړه د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر د قران کریم ترجمه او تفسیر او ځیني مهم دیني کتابونه ډالۍ کړل.
د ترکیې د دیني چارو د عمومي ریاست د شمیرو له مخې په ترکیه کې هر کال نږدې ۱۰۰۰ تنه د اسلام په مبارک دین مشرف کیږي. د نوموړی کسانو ډیر مسیحیان دي. د ویلو ده چې په ترکیه کې په ځانګړې توګه د جرمني او روسیې وګړي د اسلام مبارک دین قبولي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله