د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

اردوغان او پوتین یو ځل بیا د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

621058
د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

 د ترکیې  او روسیې  ولسمشرانو  د یوې اوونۍ په دننه کې د دریم  ځل لپاره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  پدې ټیلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو  د سوریې د حلب په ښار د روانو بمباریو او جګړې د هر څه ژر د پایته رسولو  او په یاد شوي ښار کې  ملکي وګړو ته  د بشري مرستو د رسولو په مسلې خبرې وکړې.

د معلوماتو له مخې په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هیوادونو په اړیکو او د دواړو هیوادونو ترمنځه  په اړیکو کې د نوې پاڼې د پرانیستو نه وروسته  په رامنځته شوو پرمختګونو هم  خبرې وشوې.

د ترکیې او روسیې ولسمشر د حلب ښار ته  د بشري مرستو د رسولو  د هلو ځلو د ګړندي کولو په برخه کې  مطابقت وکړ.


پيوندونه: #ترکیه , #روسیه

اړوند خبرونه