په ترکیه کې د کډوالو د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

په ترکیه کې په لسګونو تنه کډوال له مرګه وژغورل شول

618623
په ترکیه کې د کډوالو د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

په ترکیه کې د کډوالو د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

د ترکیې  د سواحلو د امنیت ځواکونو  د چناک کلا  په ولایت کې  ۶۴ تنه ناقانونه کډوال چې د سمندر له لارې  یونان ته د تیریدو هڅه کوله  ونیول .

د چناک کلا  د امنیتي  سرچینو د خبر له مخې  نوموړي  کسان  د بادملي  په ولسوالۍ کې  پداسې حال کې ونیول شول  چې  د کوچینۍ  پلاستیکي  کښتۍ سره يي د یونان د لسبوس  ټاپو  پر لورې  حرکت کړی وو.

امنیتي  سرچینې  ویلي دي چې  هره شیبه  د نوموړې  کښتۍ  د ډوبیدو خطر شتون درلود. سرچینې  ویلي دي که چیرې  امنیتي ځواکونو په وخت سره  مداخلې نوې کړی  او کښتۍ  ډوبه شوې وی کډوالو د هوا او اوبو د سړښت له امله  په ډیره کمه موده کې ژوند د لاسه ورکولای شو.

نیول  شوي  کډوال د افغانستان، پاکستان او سوریې وګړي دي.

د سرچینې د خبر له مخې د نیول شوو کډوالو لویه برخه  ښځې او ماشومان  دي.

د نیول شوو کډوالو نه  ۲۷ تنه ماشومان او ۱۷ تنه ښځې دي.

امنیتي ځواکونو  نیول شوي ناقانونه کډوال  چناک کلا ولایت د امنیې قومندانۍ  د بهرنیو وګړو څانګې ته  وسپارل.

ناقانونه کډوال به دلته  د تحقیقاتو نه وروسته د ایوه جک ولسوالۍ د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته  وسپارل شي.


پيوندونه: #ترکیه , #کډوال

اړوند خبرونه