تركيې د اسراييلو سره مرستې ته ور ودانګل

په اسراييلو كې په يو ځنګل كې د اورلګېدنې له امله په سلګونو هېكټاره ځنګل لولپه شوى دى. تركيې د لومړي ځل لپاره د اور لګېندنې د كنترول په موخه د اسراييلو سره مرستې ته ودانګل.

617155
تركيې د اسراييلو سره مرستې ته ور ودانګل

 

د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې خبر پاڼه كې راغلي دي چې په اسراييلو كې د اورلګېدنې د كنترول په موخه له تركيې نه يوه اطفايوي الوتكه سيمې ته لېږل شوې ده.

په اعلاميه كې راغلي دي چې `` په اسراييلو كې د نوامپر د ۲۲مې نېټې راهيسې د اورلګېدنې د كنترول په موخه د مرستې لپاره يوه اطفايوي الوتكه سيمې ته لېږل شوې ده.

په اسراييلو كې د بيت المقدس په شاوخوا كې په ۱۳ بېلابېلو سيمو كې اورلګېدنې رامنځته شوې ده چې د شديد باد په پايله كې نورو سيمو ته يې هم سرايت كړى دى.

ددې هېواد لومړي وزير پخوا ويلي ول چې د اورلګېدنې د كنترول په موخه به له تركيې، يونان، د قبرس له جنوبي ادارې او ايټاليا نه مرسته وغواړي.



اړوند خبرونه