د ترکیې د ادانا ولایت د ولایت د دانۍ ترڅنګ چاودنه وشوه

په ادانا ولایت کې چاودنه وشوه

616636
د ترکیې د ادانا ولایت د ولایت د دانۍ ترڅنګ چاودنه وشوه

د ترکیې  د ادانا  په ولایت کې د ولایت  ودانۍ   ترڅنګ  د موټر په تم کې ترهګری  برید وشو.

د ادانا  ولایت والي  ویلي دي چې پدې پیښه کې  ۲ تنه  مړه  او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د چاودنې نه وروسته د پیښې سیمې ته  زیات شمیر امبولانسونه واستول شول.

پولیسو د ادانا  ولایت د ولایت ودانۍ ته  غځیدلې ټولې لارې د ټرافیک  پر مخ  وتړلې.

د بله پلوه  د هیواد د اروپايي چارو وزیر او سر مرکچي  عمر چیلیک د ټولینزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي  چې دا یو ترهګریز  برید دی . هغه ویلي دي چې  دا برید په کلکه توګه غندم  او ترکیه به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.

 


پيوندونه: #ترکیه , #چاودنه

اړوند خبرونه