د كودتا په اړه اروپا په حيرانوونكې ډول چوپه خوله ده.
د انګلستان د پارلمان وكيل او د بهرنيو اړيكو د كمېټې غړى ډانېل كاوزېنزسكي چې په تركيه كې د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا په اړه يې څېړنې كړي د ټي آر ټي د كانال سره په مركه كې د جولاى د ۱۵مې د كودتا پر مهال د اروپايي هېوادونو په دريځ رڼا واچوله.
![د كودتا په اړه اروپا په حيرانوونكې ډول چوپه خوله ده.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7921/3890/7c26/58357129da3ee.jpg?time=1719044320)
د انګلستان د پارلمان وكيل او د بهرنيو اړيكو د كمېټې غړى ډانېل كاوزېنزسكي چې په تركيه كې د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا په اړه يې څېړنې كړي د ټي آر ټي د كانال سره په مركه كې د جولاى د ۱۵مې د كودتا پر مهال د اروپايي هېوادونو په دريځ رڼا واچوله.
د كاوزېنسكي په وينا د انګلستان په ګډون اروپايي هېوادونو په تركيه كې د كودتا پر مهال د روانو چارو او را وروسته بهير حيرانوونكې چوپتيا غوره كړې ده. دا په داسې حال كې ده چې تركيه د اروپا لپاره اهميت لري. كاوزېنسكي ددې پوښتنې په ځواب كې چې آيا اروپا بايد د تركيې د لاسه وركولو له امله وويريږي؟ وويل چې هر عاقل سياستوال بايد له دې وېره ولري. د تركيې اقتصادي ثبات او د ناټو سازمان ته وفاداري ځانګړى اهميت لري. د داعش او اروپا ترمېنځ يواځينى مانع تركيه ده. ددې امله د تركيې له لاسه وركول به د اروپا په زيان وي. د تركيې لخوا د روسي د جنګي جټ الوتكې د ويشتلو سره سره د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د تركيې سره خپل اړيكې په لنډه موده كې بېرته نورمالې كړلې. د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ستونزو سره سره روسيه د تركيې په اهميت پوهېدلې ده. دا به د لوېديځو هېوادونو لپاره نه جبرانېدونكى تاوان وي. كه چېرې په تركيه كې زموږ سيالان داسې فكر كوي چې د لوېدېځ لخوا يواځې پرېښودل شوي دي نو موږ بايد له سره دا سيالان بېرته وګټو.
كاوزېنسكي په مركه كې هغو اروپايي هېوادونو باندې غږ وكړ چې د يوې شېبې لپاره داسې فكر وكړي چې يو ځواك په انګلستان كې ۲۴۱ تنه هېوادوال ووژل شي، پر پارلمان بمباري وشي او د انګلستان د خلكو ديموكراتيكه اراده له منځه يوسي، تاسې به څه ډول غبرګون ښودلو.
``د تركيې د خلكو درناوى كوو.``
ډانېل كاوزېنسكي څرګنده كړه چې تركي ولس د ولسمشر او لومړي وزير د غوښتنې سره سم لارو او كوڅو ته را ووتلو او پدې ډول يې د كودتا مخه ونيوله. د تركيې ولس دې جسارت ته درناوى كوو.
``پدې كې شك نشته دى چې د ګولن سازمان دې په كودتا كې لا ولري.``
ډانېل كاوزېنسكي څرګنده كه چې كه څه هم لومړني تحقيقات لا پاى ته رسېدلي نه دي خو پدې كې شك نشته دى چې د ګولن سازمان دې ددې كودتا تر شا وي. د نوموړي په وينا د ګولن حركت د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو كې فعاليت لري. اروپا هم ددې خطر سره لاس او ګرېوان ده. كاوزېنسكي تركيې ته د امريكا لخوا د ګولن د سپارلو د غوښتنې په اړه وويل چې ` هيله لرم چې امريكايان پدې اړه فكر وكړي. ځكه چې تركيه په عراق او سوريه كې د داعش سره د مبارزې په برخه كې مهم رول لوبوي. څه موده وړاندې په عراق كې د خپل سفير سره مې خبرې وكړې. هغه وويل چې د داعش سره د مبارزې په موخه تركيې ډېر څه كړي دي. زما په اند كه چېرې امريكا غواړي چې نه يواځې د داعش سره د مبارزې په برخه كې بلكې د ناټو د يو مهم متفق په توګه تركيه له ځانه سره نږدې وساتي نو د تركيې په اندېښنو بايد له سره غور وكړي.
``اروپا بايد تركيې ته د ستراتيژيك شريك په توګه وګوري.``
ډانېل كاوزېنسكي څرګنده كړه چې تركيې تر اوسه پورې په ميليونونو كډوال په غېږ كې ساتلي دي او هغوى ته يې روغتيايي خدمات وړاندې كړي دي. اروپا د كډوالو د كړكېچ په اداره كولو كې پاتې راغله. د تركيې د هلو ځلو په پايله كې په اروپا كې د كډوالو كړكېچ مهار شوى دى. د همدې امله تركيې ته بايد يو ستراتيژيك شريك په سترګه وكتل شي.``
``په اروپايي ټولنه كې د تركيې د غړيتوب په موخه د اروپا مذبذب دريځ د شرم وړ دى.``
ډانيل كاوزېنسكي ل اروپايي ټولنې د انګلستان وتلو ته په اشارې سره وويل چې`` په ټولنه كې د تركيې د غړيتوب په موخه د خبرو اترو په بهير كې د اروپا مذبذب دريځ د شرم وړ دى. تركانو اروپايي ټولنې ته ډېر انتظار وويست. سربېره پر دې په بروكسل كې ځيني بيروكراتان لا نه پوهيږي چې تركيه د څه ډول ستونزو سره مخامخ ده. د نورو نوماندو هېوادونو په څېر د تركيې په اړه تصميم نه نيول ډېر ناسم كار دى.``
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719044320)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719044320)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله