اردوغان : د امریکا سیاستونو ناهیلی کړی یم

د ترکیې ولسمشر د امریکا د CBS تلویزیون سره ځانګړې مرکه وکړه

614503
اردوغان : د امریکا سیاستونو ناهیلی کړی یم

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل  چې  « د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  او سوریې اړوند  د امریکا متحده ایالتونو  سیاستونو د ناهیلی کړی یم . »

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د امریکا  د CBS تلویزیون سره  په مرکه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر فتح الله ګولن ترکیې ته د سپارولو د بهیر، سوریې  او ترکېې او امریکا متحده ایالتونو د اړیکو په اړه  د امریکا د CBS د تلویزیون پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان  د سوریې په اړه د امریکا د سیاستونو او پښیمانیو اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل «  که رښتیا ووایم  د سوریې په اړه  مې  د امریکا د ولسمشر باراک اوباما  او مرستیال ولسمشر جو بایدن سره  خبرې کړي دي ، خو له بده مرغه چې  هغوې  د سوریې مسلې ته جدي پاملرنه نده کړې چې د همدې امله  ناکامه شوي دي. د سوریې په اړه د امریکا سیاستونو ډیر ناهیلی کړی یم. »

ولسمشر اردوغان  په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا په اړه وویل چې « په اصل کې  د جولای د ۱۵ مې کودتا  نه وروسته  امریکا د غوره کړي دریځ سره  د ترک ملت غبرګونونه پارولي دي. د کودتا نه وروسته په ترکیه کې  د امریکا سره مخالفتونه  ډیر زیات شوي دي.

ولسمشر اردوغان  د ویاند ددې پوښتنې په ځواب کې چې  « د جولای د ۱۵ مې کودتا پر مهال  تاسې  د کورنۍ سره  یو ځای  په رخصتۍ  وتلي وۍ. ایا د کودتا پر مهال  د خپل او خپلې کورنۍ ژوند  په اړه درسره ډار  پیدا شوی وو او که نه؟ »داسې وویل ،

زمونږ  د عقیدې  تر ټولو مهم  اساس  تسلیمیت  دی. مونږ  مسلمانان په مرګ ایمان لرو. خو  د داسې  یوې پیښې پر مهال  یو مشر  مجبور  دی چې خپلو خلکو او ملت ته  د بقاء پیغام  ورکړي. ځکه که چیرې  یو مشر  د یوې تیګې شاته ځان  پټ کړي  ملت  او خلک  د غره  شاته ځانونه پټوي. مونږ  تل پر حق  باور لرو . »

ولسمشر اردوغان  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر فتح الله ګولن د اعادې د مسلې په اړه وویل « ترکیه او امریکا  د مجرمینو د اعادې  تړون لري. لکه څرنګه چې ترکیې  امریکا ته مجرمین اعاده کړي دي ترکیه هم د امریکا نه د ورته ګام د پورته کولو انتظار لري. »

ولسمشر اردوغان  د ویاند ددې پوښتنې په ځواب کې چې « ایا تاسې ګمان کوۍ  چې امریکا به د جولای د ۱۵ مې کودتا تر شا لاس ولري ؟ » داسې وویل ، « زمونږ ملت  دا مسله  داسې  ارزوي. تاسې ولې دې ترهګر ته  پناه ورکړې ؟ تر کومه چې امریکا  دا ترهګر ترکیې ته ونه سپاري  البته چې  ترک ملت  لکه څرنګه چې تاسې وایاست همداشان  فکر کوي . »

ولسمشر اردوغان  پدې مرکه چې  د امریکا متحده ایالتونو سره  د وای پي جي ترهګرې ډلې په اړه هم  د اختلافاتو نه هم  یادونه وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې امریکا د داعش سره  جګړه کوي په بهانه  د وای پي جي ترهګرې ډلې ته وسلې او مهمات ورکوي. اردوغان زیاته کړه « د ترهګرو ترمنځه  توپیر شتون نلري. ښه او بد ترهګر شتون نلري. ترهګرو ټول ترهګر او بد دي. »

ولسمشر اردوغان  د ترکیې او ناټو د اړیکو په اړه هم پوښتنې ځواب کړې. هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې « پدې وروستیو کې ترکیه او روسیه یو بل ته ډیر نږدې شوي دي . ایا دا مسله به د ترکیې او ناټو په اړیکو بده اغیزه ونکړي ؟» داسې وویل . « دم ګړۍ  مونږ  د ناټو د تاسیس  د تړون  د مادو په اساس  د ناټو سازمان سره  اړیکې  پر مخ وړو. ناټو هم  ورته  چلند کوي . د ناټو سره زمونږ په اړیکو کې کومه ستونزه شتون نلري. ترکیه د ناټو قوي  او نږدی متفق هیواد دی . »

ولسمشر اردوغان  د مرکې په پای کې وویل چې ، هیله لري چې د امریکا د نوې ادارې او ترکیې ترمنځه اړیکې  د موجودې ادارې په پرتله  توپیر ولري. د نوي ولسمشر ترامپ  اداره  هر څه ژر  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر ترکیې ته اعاده کړي . 



اړوند خبرونه