اردوغان : چې ترکیه د نړۍ او ترهګرو ډلو او سازمانونو ترمنځه  د سپر  یا ډال په څیر  دنده  ترسره کوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې « ترکیه نن ورځ  د نړۍ او په ځانګړې توګه د اروپا او ترهګرو سازمانونو ترمنځه  د سپر یا ډال  دنده  اجرا کوي.

614711
اردوغان : چې ترکیه د نړۍ او ترهګرو ډلو او سازمانونو ترمنځه  د سپر  یا ډال په څیر  دنده  ترسره کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې ترکیه د نړۍ او ترهګرو ډلو او سازمانونو ترمنځه  د سپر  یا ډال په څیر  دنده  ترسره کوي.

ولسمشر اردوغان دا  څرګندونې  په استانبول کې  جوړ شوي د ناټو د غړیو هیوادونو د پارلمانونو د اسمبلې د مني په عمومي  اجلاس کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې « ترکیه نن ورځ  د نړۍ او په ځانګړې توګه د اروپا او ترهګرو سازمانونو ترمنځه  د سپر یا ډال  دنده  اجرا کوي. که چیرې  مونږ  د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې ناکامه شو، یا  د ترکیې لخوا جوړ شوی  سپر مات شي ترهګر په سیلاب  په څیر ټوله نړۍ  لاندې کړي او ډیرې زیاتې وینې به توی شي. مونږ  په نړۍ غږ کوو چې راځئ  ددې  سپر د ضعیفولو  پر ځای  په ګډه  د قوي کولو په خاطر يي کار وکړو. دا سپر لا پسې قوي کړو. »

ولسمشر اردوغان زیاته کړه « نن  ورځ دې په نړۍ کې هیڅوک  دا ګمان نکوي  چې  د لګیدلي  اور  لوګي  او لمبې  زمونږ  نه لرې دي، یا دا لوګی او لمبې مونږ ته  نه رارسیږي. نن وي او که سبا ددې اور لوګي او لمبې ټولو  ته  رسیږي. نن ورځ  د ترهګرۍ ګواښونه په نړۍوالو ګواښونو بدل شوي دي. د همدې امله  هر سړی  باید  په موجودو سیاستونو  او ترهګرۍ پر وړاندې  د مبارزې په خاطر په جوړولو کړو ادارو بیا کتنه وکړي. »

ولسمشر اردوغان وویل « که چیرې مسلې ته ددې چوکاټه  کتنه وکړو د ناټو سازمان یواځې یو دفاعي  سازمان  ندی، د ناټو سازمان په اصل کې  د دیموکراتیکو ارزښتونو پر بڼسټ د ولاړو دولتونو د یو ځای کولو  په خاطر  یو امنیتي پلاټ فورم  دی. »

ولسمشر اردوغان  په ترکیه کې  د جولای په ۲۱ مه نیټه  اعلان شوي  بیړني حالت ته په اشارې سره وویل « بیړنی حالت په ترکیه کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د جولای په ۱۵ مه د ترسره شوې ناکامې کودتا  د پاتو شونو او ترهګرۍ پر وړانډې  د مبارزې په خاطر  اعلان شوی دی . دا بیړنی حالت  نن ورځ زمونږ لپاره ډیر مهم  دی.»

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې  د ټولو هغه هیوادونو نه  چې  د کودتا نه وروسته يي د ترکیې د مشروع او منتخب حکومت او دولت نه ملاتړ اعلان کړی دی او د ملاتړ پیغامونه يي خپاره کړي دي مننه وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې  د جولای په ۱۵ مه نیټه  نړۍ  د ترهګرۍ د یو بل ډول  شاهدي وکړه. .

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه نن ورځ  د داعش، پې کاکا ، فتح الله ګولن او داسې نورو ترهګرو سازمانونو  پر خلاف چې د ګډو موخو او ارزښتونو لپاره  فعالیت کوي  مبارزه کوي. پدې مبارزه کې  نړۍوالې مرستې او ملاتړ ته جدي اړتیا لري.

ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ ترکیې  د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې په مبارزه کې  د ټولې نړۍ نه ډیر زیات  بدلونه  ورکړي دي. داعش د ټولې نړۍ نه تر ټولو زیات  ترکیې ته  زیانونه اړولي دي.

د ټولې نړۍ نه  زیاته  ترکیه  ددې ترهګرې ډلې نه اغیزمنه شوې ده .

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې « ترکیې د خپل هیواد د امنیت  او خپلې پولې د ترهګرو نه د پاکولو په خاطر  د ازادې سوریې د ځواکونو نه په ملاتړ پيل وکړ. ترکیې وسله وال ځواکونه  د ازادې سوریې د ځواکونو په ملګرتیا سوریې خاور ته ننوتل  او دا  تهدیونه يي برطرفه کړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترکیې په سوریه او عراق کې  د ترهګرو پر وړاندې په مبارزه کې  د ترهګرو سره  د متفقو هیوادونو لخوا تولید شوې  وسلې او مهمات  نیولي دي. ترکیې ددې وسلو او مهماتو  سري  لمبرې ثبت کړي او پدې اړه يي ټول اسناد او شواهد راټول کړي دي.

ولسمشر اردوغان په هغه لویدیځوالو هیوادونو چې  د پې کاکا ترهګرې ډلې څانګې  پي وای ډي او وای پي جي  د ترهګرو ډلو په توګه نه مني  دوی باید  د النصرا  ډلې ته هم  ترهګره ډله ونه وايي. ځکه چې  د النصرا ډله هم  د داعش پر خلاف جنګیږي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د یوې ترهګرې دلي سره د بلې ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزه  ستره خطا ده. ځکه چې د ټول ترهګر ګډ هدف لري. ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ د نړۍ د ډیرو زیاتو ستونزو او مشکلاتو سره  مخامخ ده  خو  دا ټول د حل لارې لري. مونږ  باید د ګډو ګټو په چوکاټ کې همکاري او حرکت وکړو. د هر ډول ستونزې په مقابل کې باید په ګډه مبارزه وکړو.


پيوندونه: #ترکیه , #اردوغان , #ناټو

اړوند خبرونه