ټرمپ او تركيه!

اوس پوښتنه دلته ده چې له تركيې سره به د ټرمپ اړيكې څه ډول وي؟

607459
ټرمپ او تركيه!

 

 

اوس پوښتنه دلته ده چې له تركيې سره به د ټرمپ اړيكې څه ډول وي؟

ددې پوښتنې ځواب په اصل كې د نوموړي په پخوانيو څرګندونو كې موندلى شو.

ډانلډ ټرمپ د جولاى په مياشت كې په تركيه كې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې لخوا د ناكامې كودتا نه لږ وروسته د تركيې په اړه  په څرګندونو كې له ولسمشر اردوغانه په قدردانۍ سره يادونه كړې وه.

ټرمپ د كودتا په اړه ويلي ول چې `` ناكام اقدام وو. د روانو حالاتو نه د خلاصون په برخه كې پر نوموړي`اردوغان` باور لرم. ځينې بيا وايي چې كودتا پلان شوې وه خو زه داسې فكر نه كوم.``

ډانلډ ټرمپ داسې څرګنده كړه چې كيداى شي فتح الله ګولن تركيې ته وسپاري. همدا راز د منځني ختيځ په چارو كې د ټرمپ يو تن سلاكار تركي الاصله سايګن شيمشك څرګنده كړه چې پدې باور لرو چې فتح الله ګولن يو ترهګر دى. ګولن د امريكا په ګډون په ټوله نړۍ كې د ښوونځيو د يوې شبكې خاوند مشر دى او په پنسلوانيا كې ژوند كوي. ددې سربېره د كلنټن د كورنۍ سره له اوږدې مودې راهيسې نږدې مادي او معنوي اړيكي لري. د تركيې حكومت په رسمي توګه د نوموړي د اعادې لپاره امريكايي مقاماتو ته مراجعه كړې ده. خو د اوباما د ادارې لخوا دا غوښتنې رد شوي دي. ښاغلي ټرمپ څو ځله تكرار كړې ده چې ددې ډلې سره به مبارزه وكړي.

نوموړي د ټرمپ د ټاكل كېدو په صورت كې په متفقو هېوادونو كې د بشري حقونو نه د سرغړونې په صورت كې به پدې هېوادونو فشار د راوړلو د موضوع په اړه وويل چې امريكا بايد لومړى خپلې ستونزې آوارې كړي. زما په اند موږ حق نه لرو چې د نورو په اړه خبرې وكړو. زموږ خپل هېواد ته وګورئ. يو پوليس په آسانۍ سره ملكي وګړى وژني. پدې حالت كې نورو ته څرنګه درس وركړو؟

ددې تر څنګ د ډانلډ ټرمپ ځينې سياستونه به د تركيې د غبرګون سره هم مخامخ شي. د بېلګې په ډول ټرمپ د ټاكنو پرمهال وعده كړې وه چې د ټاكل كېدو په صورت كې به مسلمانانو ته اجازه ورنكړي چې امريكا ته ننوځي.

ټرمپ دا هم ويلي ول چې په امريكا كې مساجد بايد تر څارنې لاندې وي. د امنيتي ځواكونو لخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې مسلمانان بايد وڅېړل شي.

دا هغه څه دي چې د تركيې د سياست سره هېڅ اړخ نه لګوي.



اړوند خبرونه