د امریکا لوی درستیز په انقره کې د ترکیې د لوی درستیز سره لیدنه وکړه

د امریکا متحده ایالتونو لوی درستیز ستر جنرال جوزیف ډانفورد  پرون د یو یو ورځني  سفر په ترڅ کې د ترکیې نه لیدنه وکړه.

605022
د امریکا لوی درستیز په انقره کې د ترکیې د لوی درستیز سره لیدنه وکړه

د امریکا متحده ایالتونو لوی درستیز ستر جنرال جوزیف ډانفورد  پرون د یو یو ورځني  سفر په ترڅ کې د ترکیې نه لیدنه وکړه.

د امریکا  لوی درستیز پرون په انقره کې  د ترکیې د لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار سره  لیدنه وکړه.

دا لیدنه چې د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه  پوره  ۶ ساعته يي دوام  وکړ.

د ترکېې  لوی درستیزوال د دفتر لخوا د لیدنې نه وروسته خبرپاڼه خپره شوه.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  پدې لیدنه کې  د سرویې او عراق د ارضي تمامیت نه د دفاع  او ترهګرۍ پر وړانډې د روانې ګډې مبارزې په اهمیت ټینګار وشو.

په لیدنه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې په شمال کې  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د روانو عملیاتو او عملیاتو سره  د نړۍوالو ایتلافي ځواکونو په هوايي ملاتړ  خبرې  وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په لیدنه کې  د جرابلس  او نورو سیمو ته چې د داعش ترهګرې ډلې نه  تصفیه شوي دي د سوري کډوالو د بیرته ستنیدو په مسلې هم خبرې شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې پدې لیدنه کې  د سوریې په شمال کې د منبیج د سیمې نه  د پي وای ډي او وای پي جي ترهګرو ډلو د ویستو او رقه د ښار په وروستیو پرمختګونو، د عراق د موصل ښار د بیرته نیولو په عملیاتو  او په سیمه کې  سوریه او عراق کې د مذهبي  نښتو  په خطراتو  خبرې شوي دي.

همداشان  ترکیې  د عراق د تلعفر او سینجار په سیمو کې  د مذهبي حساسیتونو  او په امریکا کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د روانو فعالیتونو په اړه  امریکا ته ناراحتي  څرګنده کړه.   


پيوندونه: #ترکیه , #امریکا

اړوند خبرونه