په ترکیه کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

د ترکیې سره په پوله کې دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي ونیول شول

603364
په ترکیه کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

په ترکیه کې د سترې فاجعې مخه ونیول شوه.

د ترکیې سره په پوله کې د سوریې د اکتارین  په سیمه کې  د داعش ترهګرې ډلې  دوه تنه  ښځینه ځانمرګي برید کوونکي  چې  ترکیې ته د تیریدو  هڅه کوله  ونیول شوې.

د نیول شوو ترهګرو سره  ۱۱۰ کیلو چاودیدونکي  توکي  او پنځه  د ځانمرګیو بریدونو واسکټونه  هم  نیول شوي دي.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  نوموړو  ترهګرو  غوښتل چې  د کډوالو په جامه  کې  د ترکیې کیلیس  ښار ته  راتیر شي.

د ویلو  ده چې  داعش ترهګرې ډلې  په سوریه کې  خپل تر ټولو  ستر روزنیز مرکز مدرسه المشهد  او  یو زیات شمیر مهمې  نقطې  په روغ لاس  د پي واي ډي ترهګرې ډلې  او اسد ځواکونو ته  پریښې  او ترهګر يي یوې خوا  او بلې خوا ته  خواره شوي دي.

د بله پلوه  تیره ورځ  د داعش ترهګرې ډلې  مشر ابو بکر البغدادي  د یو کال وروسته غږیز پیغام خپور کړ. هغه پدې پیغام کې په خپلو جنګیالیو  په ترکیې او سعودي عربستان هم  د بریدونو  غږ وکړ. د نوموړي  پيغام د خپریدو سره سم  د ترکیې په پولو کې امنیتي تدابیر لا پسې  لوړې سويي ته ورسول شول.

همداشان  د بغدادي د پیغام نه  څو ساعته لا تیر شوي نه وو  چې ترکیې سره په پوله کې د سوریې د اکتارین  په سیمه کې دوه تنه  ځانمرګي برید کوونکي ونیول شول.

نوموړي برید کوونکي  د ازادې سوریې د سرتیرو لخوا نیول شوي دي.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د ازادې سوریې ځواکونو  د اکتارین په سیمه کې  یو ټکسي  چې  ظاهرآ  کډوال يي انتقالول  ودرول شو. په ټکسي  کې  د کډوالو په منځ کې د داعش دوه تنه  ترهګرې پټې شوې وې  چې  د ازادې سوریې د سرتیرو دقت له امله  ونیول شوې.

په ټکسي  د پلټنو پر مهال ۱۱۰ کیلوګرامه  چاودیدونکي توکي  او ۵ د ځانمرګیو واسکټونه چې په ډیره ماهرانه  ډول سره  پټ شوي وو ونیول شول.

نیول شوو ترهګرو په خپل جرم  اعتراف وکړ . هغوې وویل چې  د بریدونو په موخه  ترکیې ته تیریدل.    

برید کوونکو ویلي دي چې په ترکیه کې د ځانمرګیو بریدونو پلان  درلود.



اړوند خبرونه