د عدلیې وزیر : نیول شوو وکیلانو د تحقیقاتو په خاطر د پولیسو مرکز ته د تلو نه ډډه کوله

د عدلیې وزیر : د پارلمان وکیلان د قانون په رڼا کې نیول شوي دي

603739
د عدلیې وزیر : نیول شوو وکیلانو د تحقیقاتو په خاطر د پولیسو مرکز ته د تلو نه ډډه کوله

د ترکیې  د عدلیې وزیر باقر بوزداغ  د پولیسو لخوا د پارلمان د ۱۱ تنو وکیلانو د نیول کیدو په اړه وویل «  محاکمو  نوموړو ۱۱ تنو وکیلانو ته  د تحقیقاتو په خاطر په کراتو بلنه ورکړې وه خو  دوی  انکار کړی وو  چې  د همدې امله  څارنوالۍ  پولیسو ته  ددوی د نیولو  امر وکړ. »

هغه وویل چې  د نیول شوو وکیلانو نه  ځیني د پولیسو په توقیف کې  قرار لري او ځینو نورو نه يي تحقیقات  پيل شوي دي.

د عدلیې وزیر  وویل « د خلکو دیموکراتیک ګوند دواړو مشرانو د تحقیقاتو په خاطر د پولیسو مرکز ته د تلو نه  انکار کولو. دول په ټینګار سره  د څارنوالۍ بلنه ردوله  چې  د قوانینو له مخې  څارنوالۍ  پولیسو ته ددوی د نیولو  امر وکړ. »

هغه وویل چې  دې کسانو  د هیواد قوانین او حقوق  د خپو لاندې کړي وو او درناوی نه وو کړی  چې  قضايي ارګانونه هم  په زور سره  تحقیقاتو ته ددوی د راوستو پریکړه وکړه. هغه وویل چې دې کسانو تل  ځان د حقوقو نه لوړ ګڼلې  . د همدې امله  څارنوالۍ  د قوانینو په مطابق  ددې کسانو د نیولو  امر وکړ.

هغه وویل چې ترکیه  په نړۍ کې یواځنی هیواد  دی چې په عینې وخت کې د څه باندې  لسو ترهګریزو سازمانونو سره  مبارزه کوي.

د عدلیې وزیر ددې خبرې په ټینګار وویل چې  « د نړۍ ټول هیوادونه باید  د ترهګریزو سازمانونو پر خلاف مبارزه وکړي. پر دوی بهرنۍ  مرستې  پرې کړي خو له بده مرغه چې  پدې اړه  صمیمیت شتون نلري. »

هغه وویل چې  په سوریه کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  څانګې  پي وای ډي او وای پي جي نه د مثال په توګه یادونه کولی شو. ټوله نړۍ  پدې پوهیږي  چې  دا ډلې د پي کاکا ترهګریز سازمان عسکري څانګې دي خو د نړۍ ځیني هیوادونه ددې سره  په مرستو ټینګار کوي. هغه وویل چې نن ورځ  د پي وای ډي ترهګرې ډلې په سوریه کې  د داعش سره  اتفاق  پيل کړی دی .

هغه وویل  « که چیرې ټوله نړۍ  د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې نه لاس په سر شي خو ترکیه نه لاس په سر کیږي. ترکیه به د داخلي او بهرنیو ترهګرو او د هغوې د ملاتړ کوونکو پر خلاف مبارزې ته دوام  ورکړي.

د یادولو وړ ده چې  په ترکیه کې د پولیسو لخوا نیول شوي  ۱۱ تنه د پارلمان وکیلان هم  د پې کاکا ترهګریز سازمان نه په ملاتړ او ددې سازمان په غړیتوب  په تور  جلا جلا دوسیې  لري.      



اړوند خبرونه