په ترکیه کې یو ځل بیا ۴۹ تنه ناقانونه کډوال چې ډیری افغانان دي ونیول شول.
ترکیې ۴۹ تنه افغان او سوري کډوال ونیول
په ترکیه کې یو ځل بیا ۴۹ تنه ناقانونه کډوال چې ډیری افغانان دي ونیول شول.
د ترکیې د سواحلو د امنیت ځواکونو د ایدن او ازمیر په ولایتونو کې په جلا جلا عملیاتو کې ۴۹ تنه ناقانونه کډوال چې د غیرې قانوني لارو څخه يي اروپا ته د تیریدو هڅه کوله ونیول.
د ترکیې د ایدن ولایت د سواحلو د امنیت ځواکونو د ناقانونو کډوالو یوه کښتۍ چې په اوبو کې د ډوبیدو په حال کې وه وژغورله.
پدې کښتۍ کې ۳۷ تنو کډوالو چې ډیری افغانان دي یونان ته د تیریدو هڅه کوله. د ایدن ولایت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې د سواحلو د امنیت پولیسو چې د هوا له لارې ګزمه کوله په سمندر کې یوه کښتۍ چې د ډوبیدو په حال کې وه ولیدله. سمدلاسه د ژغورنې ډلو ته خبر ورکړ شو.
د ژغورنې ډلې او د سواحلو د امینت پولیس سیمې ته ورسیدل او ۳۷ تنه کډوال يي ټول ژوندي وژغورل.
همداشان د هیواد د ازمیر په ولایت کې هم ۱۲ تنه ناقانونه کډوال چې د پلاستیکي کښتۍ سره يي غوښتل یونان ته تیر شي ونیول.
د هیواد امنیتي ځواکونو د نوموړو ناقانونه کډوالو د قاچاق په تور درې تنه نیولي دي. نیول شوي قاچاقبران د پولیسو د تحقیقاتو نه وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شول.
د یادولو وړ ده چې نیول شوي کډوال د افغانستان او سوریې وګړي دي.