نن د ترکیې د جمهوري نظام د تاسیس ۹۳ کلیزه ده

نن  د اکتوبر ۲۹ مه نیټه  ده  چې  په ترکیه کې د جمهوریت د تاسیس  د ۹۳ یمې کلیزې  سره سمون خوري.

599395
نن د ترکیې د جمهوري نظام د تاسیس ۹۳ کلیزه  ده

نن  د اکتوبر ۲۹ مه نیټه  ده  چې  په ترکیه کې د جمهوریت د تاسیس  د ۹۳ یمې کلیزې  سره سمون خوري.

د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د اکتوبر ۲۹ مې د هیواد د جمهوریت د تاسیس د ۹۳ یمې کلیزې  په مناسب  د مبارکۍ پیغام  خپور کړ. ولسمشر اردوغان  په خپور کړي پیغام کې د جولای په ۱۵ مه نیټه  په ترکیه کې د ناکامې کودتا پر خلاف د ملت د غبرګون نه  ستاینه کړې ده .

ولسمشر اردوغان په پیغام کې داسې ویلي‌ دي « نن ورځ  ترکیه  د جولای د ۱۵ مې نیټې  د سهار په پرتله  لا قوي، پياوړی، مضبوط  او عظیم  هیواد دی. »

ولسمشر اردوغان په خپور کړي‌ پيغام کې ددې خبرې  په ټینګار  ویلي‌  دي‌ چې  « ددې  ستر  هیواد  او قهرمان  ملت د ولسمشر  په توګه  افتخار  کوم . نن  د غازي  مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ اعلان شوي‌ د ترکیې  د وروستي‌ دولت  ، د ترکیې د جمهوري‌ نظام  د تاسیس  ۹۳ یمه  کلیزه  ده . ترک  ملت  چې هیڅکله هم   حسارت او پردو  تحمیلونو  ته  غاړه نده ایښې، د هیواد د خپلواکۍ  او روښانه راتلوونکي‌ د دښمنانو او یرغلګرو  پر وړاندې  په پیل کړې  د خپلواکۍ  په مبارزه کې  داسې  د قهرمانۍ  داستان  لیکلی دی چې په نړۍ  کې  ساری  نلري. »

ولسمشر اردوغان په خپور کړي‌ پیغام کې  زیاته کړې ده چې  په ترکیه کې  ددې  لوی او ستر بري‌ نه وروسته  د ۱۹۲۳ کال د اکتوبر په ۲۳ مه نیټه  ( خپلواکي‌ پرته د قید او شرط نه د ملت  ده  )  د اصل  سره  هیواد محاصر مدنیت سویې ته د رسولو په خاطر  د جمهوریت  بڼسټ  کیښودل شو. 

په ترکیه کې  جمهوریت  د ۲۲۰۰ کلن دولت عنعنې  او تجربې ، او  پدې  جغرافیه کې  د سلجوقیانو او عثمانیانو د زر کلن میراث ، او د هغه وختونو د سختو شرایطو نه د ترلاسه شوو لاسته راوړنو  په پایله کې  جوړ شوی دی.

د ترکیې  جمهوریت  پدې  ۹۳ کلن تاریخ کې  ډیرې زیاتې  لوړې او ژورې  لیدلي‌ دي‌ خو ټولو سره سره يي  پرمختګ ته دوام  ورکړی دی . په ځانګړې توګه  د ترکیې جمهوریت  پدې  وروستیو کلونو کې  د اوچت کړو پیاوړو  او مضبوطو ګامونو  سره  په نړۍ  په ځلیدونکي‌ ستوري‌ بدل شوی هیواد دی. 

ترکیه نن ورځ  د قوي‌ او پیاوړي‌ اقتصاد، قوي‌ ډیموکراسۍ، بشري‌ حقونو ته د درناوي او هر اړخیز بهرني‌ سیاست  سره  د سیمې  او نړۍ لپاره  د الهام په سرچینې  بدل شوی  هیواد  دی.

ولسمشر اردوغان  په خپور کړي‌ پيغام کې  د جولای د ۱۵ مې په اړه  ویلي‌ دي‌ چې « پور  باور  لري‌ چې  ټول  ترکان  خوا  په ترکیه کې او خوا  د نړۍ په نورو هیوادونو کې  میشت  وي‌ او د ترکیې  ټول دوستان  د جولای په ۱۵ مه نیټه  د ترک ملت په قهرمانۍ  او لیکلي‌ داستان  افتخار کوي. ترک  ملت  د جولای په ۱۵ مه نیټه  هم  د کودتا، هم د یو ستر ترهګریز برید او هم  د یو ستر یرغل  مخه ونیوله. ددې  ستر فلاکت نه وروسته  د جمهوریت د نظام  د تاسیس  ۹۳ یمه کلیزه  لمانځو.

ولسمشر اردوغان  په خپور کړي‌ پیغام په یووالي‌ ، اتحاد او اتفاق  د ټینګار سره ویلي‌ دي‌ چې  « د ترکیې د یووالي، اتحاد ، اتفاق،ورورولۍ، وطن، استقلال  او روښانه راتلونکي‌ دښمنان  به  خپلو ناوړو موخو ته ونه رسیږي. »

ولسمشر اردوغان  زیاته کړې ده چې  ترکیه  د قوي‌ ارادې سره  پرمختګ ته دوام ورکوي‌ او ترهګریز سازمانونه  به د خپلو ورانکارانه  فعالیتونو سره  ددې پرمختګ او ودې  مخه  ونه نیسي. ترکیې دولت او حکومت  د ټاکلونو هدفونو  پر وړاندې  پر مخ  روان  دی.

د ترکیې  د ملي  شورا ریس  اسماعیل قهرمان هم  د  جمهوریت  د تاسیس د ۹۳ یمې  کلیزې  په مناسبت  د مبارکۍ پیغام خپور کړی دی.

د ملي  شورا ریس  د اکتوبر ۲۹ مه  د جمهوریت ۹۳ یمه کلیزې له امله  ټولو هیوادونو ته مبارکي‌ ویلې ده.

هغه په پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې  « د ترکیې په اړه د امپریالستو او یرغلګرو دولتونو شوم پلان  ترک ملت  د قوي‌ ارادې  او عظم  سره  شنډ کړل. ترک ملت د اوچت کړو قوي‌ ګامونو سره  خپله خپلواکي‌ او استقلال  ترلاسه کړ.

 

د هیواد لومړي‌ وزیر بنعلي‌ ییلدرم  هم  د اکتوبر ۲۹ مې د جمهوریت  د ۹۳ یمې کلیزې په مناسبت  د مبارکۍ  پیغام خپور کړی دی.

 

 



اړوند خبرونه