اردوغان : د خپلو پولو ترڅنګ  ترهګریزو سازمانونو  فعالیت ته به اجازه ورنکړو.

اردوغان : ترکیه به د سوریې په څیر په عراق کې هم د ترهګرو پر خلاف مبارزه وکړي

598604
اردوغان : د خپلو پولو ترڅنګ  ترهګریزو سازمانونو  فعالیت ته به اجازه ورنکړو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د خپلو پولو ترڅنګ  ترهګریزو سازمانونو  فعالیت ته به اجازه ورنکړو.

هغه وویل « ترکیه به د عراق د سینجار سیمه  د ترهګرو په مرکز بدلیدو ته اجازه ورنکړي. اجازه به ورنکړو چې د سینجار سیمه  په دویم  قندیل  بدله شي.»

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د ولسمشرۍ ماڼۍ  په کولتوري مرکز کې  د هیواد د شهیدانو او غازیانو په خاطر په جوړو شوو مراسمو کې وکړې.

ولسمشر اردوغان په سوریه کې  د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا  د  روانو عملیاتو د ساحې د پراخولو  نه هم  خبر ورکړ.

ولسمشر زیاته کړه « د ترکیې وسله والو ځواکونو په ملاتړ  د سوریې په شمال کې د پيل شوو عملیاتو په ترڅ کې  یو زیات شمیر سیمې  د داعش ترهګرې ډلې نه پاکې شوي او بیرته نیول شوي دي. ترکي ځواکونه  د داعش د لوی مرکز الباب  پر لورې پرمختګ کوي. انشاالله چې د الباب سیمه به هم د داعش نه تصفیه کړو.»

ولسمشر اردوغان وویل  لکه څرنګه چې  داعش  د جرابلس، رایي او دابق  د سیمو نه شړل شوي دي همداشان د الباب نه به هم  وشړل شي.

د الباب نه وروسته وار  د مونبیج  او بیا  د رقه  د ښار دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکي ځواکونه به د رقه د ښار د نیولو په علمیاتو کې هم ګډون وکړي.

هغه وویل چې  تیره ورځ يي د امریکا ولسمشر باراک اوباما سره د ټيلیفون په کرښه  خبرې وکړې. پدې ټیلیفوني خبرو کې  ددې ټولو مسلو په اړه په هر اړخیزه توګه خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان وویل « اوباما سره مې په ټیلیفوني تماس کې  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د رقه په عملیاتو کې د پې کاکا ترهګرې ډلې  د څانګو پي وای ډي او وای پي جي  ګډون ته اړتیا نشته. څکه چې  زمونږ لپاره د داعش ، پې کاکا، پي وای ډي او وای پي جي  ترهګرو ډلو ترمنځه هیڅکوم  توپیر شتون نلري. ټول یو شان ترهګر دي.راځۍ چې  د رقه عملیات  په ګډه  ترسره کړو. ځکه چې  په یواځې ځان ددې عملیاتو د ترسره کولو د توان او طاقت نه برښمند یو. »

ولسمشر اردوغان  د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په اړه وویل چې « ترکیه د هیواد د دننې  سربیره  په بهر کې هم  مبارزه کوي. ترکي ځواکونه لکه څرنګه چې د سوریې په شمال کې  مبارزه کوي همداشان د عراق د کرکوک، موصل، تلعفر او سینجار په سیمو کې به هم مبارزې ته دوام ورکړو. ترهګرو ډلو ته  به د ترکیې په پولو کې د ترهګریزو فعالیتونو اجازه ورنکړو. اجازه به ورنکړو چې د عراق د سینجار سیمه  د پې کاکا ترهګرې ډلې په دویم  مرکز  بدله شي. »

ولسمشر اردوغان وویل  ددې وخت  رارسیدلی دی مخکې ددینه چې ترهګر زمونږ هیواد ته رادخل شي  او دلته په ورانکارانه فعالیتونو او بې ګناه انسانانو په وژنو لاس پورې کړي  مونږ به د هغوې په سوړو کې  هغوې له منځه  یوسو. هر چیرته چې پټ شي هلته به ورپسې  لاړ شو.

ریښې به يي د هغه ځای نه وچې کړو  د کوم ځای نه چې د ځغلولو هڅه وکړي.

ولسمشر اردوغان  په ترکیه کې یو ځل بیا د اعدام  جزا د راویستو په اړه وویل « د اعدام  جزا په اړه پریکړه  د ولسي جرګې کار دی. که چیرې ولسي جرګه  د اعدام د جزا په اړه  قانون تصویب کړي  زه به يي په هماغه شیبه کې توشیع کړم. »



اړوند خبرونه