اردوغان د ملګروملتونو د ۷۱ کلیزې په اړه پیغام خپور کړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو سازمان د تاسیس د ۷۱ یمې کلیزې په مناسبت پيغام خپور کړ.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو سازمان د تاسیس د ۷۱ یمې کلیزې په مناسبت پيغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي « غواړو چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د ملګروملتونو سازمان په مشرۍ ترسره شي »
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې « د ترهګرۍ ستونزه یواځې د ترکیې نه بلکې د ټولې نړۍ ګډه ستونزه ده. ددې په هیله چې د داعش ، القاعدې، پې کاکا، پي وای ډي، وای پي جي ، ډي اچ کا پي جي او فتو په څیر ترهګریزو سازمانونو او ډلو چې د ټولې نړۍ امنیت ته يي ستر ګواښ مخامخ کړی دی ، د ملګروملتونو د سازمان ټول غړي هیوادونه ددوې پر خلاف په مبارزه کې همکارۍ او غوره کړي دریځ ته دوام ورکړي. »
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې « ددې په هیله چې د ملګروملتونو د سازمان ۷۱ یمه کلیزه د ترک ملت چې د یاد شوي سازمان د بڼسټ ایښودونکو له جمع نه دی او ټول بشریت لپاره د خیر او برکت نه یو ډک کال وي »
هغه ویلي دي چې ترکیې د ملګروملتونو د سازمان د تاسیس نه راپدیخوا تل د نوموړي سازمان د ارزښتونو نه قوي دفاع کړې ده او په نړۍ کې د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې د منځګړتوب، پراختیا، بشري مرستو، مدنیتونو اتقاق او چاپیریال په برخه کې ډیر مهم او رغنده رول لوبولی دی.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې ترکیې د یو پلو نه د ملګروملتونو د سازمان سره خپلې مالي مرستې په منظم ډول سره ډیرې کړي دي او د بل پلوه استانبول چې د نړۍ د لویو وچو د تقاطع په نقطه کې موقعیت لري د یاد شوي سازمان په مرکزیت د بدولو په خاطر هلې ځلې کوي.
ولسمشر اردوغان ویلي دي « پوره باور لري چې د استانبول ښار د خپل قدیم تاریخ، بډایه کولتور، ستراتیژیک موقعیت او طبعي ښکلا سره به د ملګروملتونو د سازمان د مرکز د مسولیت د په غاړه اخیستو سره به د یاد شوي سازمان د ماموریتونو سره لا زیاته مرسته وکړي. »
ولسمشر اردوغان د پیغام په پای کې ویلي دي « غواړي چې په نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مشري د ملګروملتونو سازمان په غاړه واخلي.»
هغه ویلي دي چې ترکیې د سوریې او عراق په میلیونونو تنو کډوالو ته د پناه ورکولو سره په اصل کې د نړۍوال وجدان د ګډ غږ دنده ترسره کوي.