د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د رسمي تلویزیون  روسیه ۱ سره مرکه وکړه.

ولسمشر اردوغان د روسیې د رسمي تلویزیون سره مرکه وکړه

595555
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د رسمي تلویزیون  روسیه ۱ سره مرکه وکړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د رسمي تلویزیون  روسیه ۱ سره مرکه وکړه.

ولسمشر اردوغان  پدې مرکه کې د ترکیې او روسیې ترمنځه د اړیکو په اړه  مهم پیغامونه ورکړل.

ولسمشر اردوغان  په مرکه کې  په منځني ختیځ کې روانو حالاتو ته په اشارې سره وویل چې « په سیمه کې  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې  د د قدر وړ او قیمي  دوست ښاغلي پوتین  ملاتړ ته  اړتیا لرو. پدې برخه کې د روسیې سره د همکارۍ په خاطر هر ډول ګام  اوچتولو ته  تیار یو. »

ولسمشر اردوغان د ترکیې او روسیې اړیکو ته په اشارې سره وویل چې « زمونږ اړیکې  د هرې ورځې په تیریدو سره  د ودې په حال کې دي. په ځانګړې توګه  ترکیه په اقتصادي برخو کې د روسیې سره نږدې اړیکي لري. روسیه د ترکیې لپاره تر ټولو  مهم  د اق قویو  د اټومي  بټۍ  د پروژې  چارې په غاړه لري. دا پروژه  د ترکیې لپاره ځانګړې اهمیت لري. ددې پروژې د عملي کولو په برخه کې مو  ډیر وخت ضایع کړی دی. زمونږ هدف  هر څه ژر پدې پروژې کار پیلولو او ګټې اخیتسو ته سپارل دي. د ترک جریان  د پروژې په اړه مو  د ترکیې او روسیې ترمنځه په عالي کچه د همکاریو د شورا په غونډه کې ښاغلي پوتین سره  خپل نظر شریک کړ. ددې پروژې  د ځنډولو په برخه کې هم  کومه ستونزه  شتون نلري. »

ولسمشر اردوغان وویل چې  د ترکیې او روسیې ترمنځه د ګرځندوی په برخه کې هم ځانکړې اړیکې شتون لري. .

ولسمشر اردوغان وویل چې  دم ګړۍ د ترکیې په تفریحي  سیمو کې هیڅډول کومه ستونزه شتون نلري. په یادو شوو سیمو کې  هر ډول امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې او روسیې  د خلکو ترمنځه د خپلولۍ  اړیکې هم  د مضبوطیتدو په حال کې دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې په ټولو سواحلي ولایتونو کې  د امنیت له پلوه هیڅډول کومه ستونزه شتون نلري. تفریحي  سیمې  د روس ګرځندویانو انتظار باسي.

ترکیه د ګرځندوی  د برخې نه سربیره  د روغتیا، غرنیز سپورت تاریخي سیمو له پلوه هم  ځانګړتیا لري.

ولسمشر اردوغان د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « په ترکیه کې ټولې برخې د مساوي حق او حقوقو نه  برښمند دي. د ترکیې د وزیرانو په شورا کې د هرې برخې  استازي  شتون لري. د وزیرانو په شورا کې  زمونږ  یو زیات شمیر کورد  ورورونه شتون لري. نن ورځ  هغه  څوک چې تش په نامه ځان د کوردانو د مشرانو په توګه یادوي  ، په کوردانو ترټولو ستر ظلم د همدې خلکو لخوا شوی دی . همدې تش په نامه مشرانو خلک  په روغ  لاس مرګ ته  استولي دي. خلک يي د دولت په مقابل کې پاڅون ته لمڅولي. دوی  پخپله تر ټولو ستر ترهګر او د ترهګرو پلویان دي. ترکیې دولت او حکومت به ددوې پر وړاندې مبارزې ته دوام  ورکړي. »

ولسمشر اردوغان  د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه اړیکو په اړه هم پوښتنې ځواب کړې.

هغه  د انقرې په اړه  د بروکسل  په دریځ او چلند د نیوکې سره وویل « ترکیه  د ۱۹۶۳ کال راهیسې  د اروپايي ټولنې سره د غړیتوب په خاطر مذاکراتو ته دوام ورکوي. ۵۳ کاله کیږي چې ترکیه ته فریب ورکوي  او نن ورځ هم  په ډول ډول بهانو مونږ  غولوي.»

ولسمشر اردوغان د کډوالو بحران ته په اشارې سره وویل چې « ترکیه نن ورځ د څه باندې  ۳ میلیونو تنو سوري او عراقي کډوالو کوربه توب کوي. ترکیې  تر ننه پورې پدې کډوالو څه باندې ۲۰ میلیارده ډالره په مصرف رسولي دي. اروپا پدې برخه کې د ترکیې سره هیڅډول مرسته نده کړې. د مرستې ژمنه يي وکړه  خو تر ننه پورې دا مرسته نده رارسیدلې. یواځې ملګروملتونو د ترکیې سره ۵۳ میلیونه ډالره مرسته کړې ده . ترکیې  د کډوالو دا ستر او دروند بار په یواځې ځان په خپلو اوږو اخیستی دی. »

ولسمشر اردوغان  په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  « دا کودتا د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت جوړښت لخوا ترسره شوه. د کودتا په دویمه ورځ ښاغلي پوتین د ټیلیفون په کرښه اړیکه ټینګه کړه. پدې ټیلیفوني خبرو کې د کودتا سره سخت مخالفت څرګند کړ او زموږ  نه يي د ملاتړ اعلان وکړ. د ولسمشر پوتین ددې دریځ  له امله  یو ځل بیا  ترینه مننه کوم. »

 

 

 

 

 

 

 


پيوندونه: #اردوغان , #روسیه

اړوند خبرونه