د ترکیې وسله والو ځواکونو ۱۸ تنه ترهګر ووژل
د ترکیې هوايي ځواکونو د هیواد دننه او په عراق کي د پې کاکا ترهګرې ډلې په مرکزونو درانده هوايي بریدونه وکړل
د ترکیې وسله والو ځواکونو د هیواد په دننه او بهر کې د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف په ترسره کړو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ تنه ترهګر له منځه وړي دي.
د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې پرون د ماښام په ناوخته ساعتونو کې د هیواد د چقورجا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په تثبیت شوو پټنځایونو دوه ځلې هوايي بریدونه ترسره شول.
پدې بریدونو کې ۱۲ تنه ترهګر له منځه یوړل شول.
همداشان د هیواد جنګي الوتکو پرون په ۱۱ نیمو بجو د عراق په شمال کې د اواشین په سیمه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په مرکزونو درانده بریدونه وکړل.
پدې بریدونو کې ۶ تنه ترهګر د خپو وغورځول شول.
تیره شپه په ۹ بجو او ۵۵ دقیقو یو ځل بیا د عراق په شمال کې د اواشین په سیمه د پې کاکا ترهګرې ډلې په موضعګانو ۴ بریدونه ترسره شول.
پدې بریدونو کې د ترهګرو د ځاني زیانونو دقیقه شمیره معلومه نده.