د دابق نيول كېدل د داعش د ايډيولوژۍ پاى دى.

په سوريه كې د آزادې سوريې اوردو د تركيې د وسله وال پوځ د نظامي ملاتړ په پايله كې د داعش تر ټولو مهم مركز دابق ونيولو. د دابق سيمه چې د داعش د ايډيولوژۍ اساس جوړي ددې ترهګرې ډلې د فكري انقراض پيلامه بلل كيږي.

593765
د دابق نيول كېدل د داعش د ايډيولوژۍ پاى دى.

 

 

د ولسمشرۍ د ماڼۍ وياند ابراهيم كالن پدې اړه څرګنده كړه چې د `` داعش لخوا د دابق له لاسه وركول ددې ډلې د منحوسې اېډيولوژۍ پاى بلل كيږي. ځكه چې داعشيان پدې باور لري چې د قيامت په ورځ جګړه به د همدې ځاى يعنى دابق نه پيليږي. كالن پدې اړه ليكلي دي چې د داعش سيمه د وسله وال پوځ په ملاتړ د ازادې سوريې د اوردو لخوا د اكتوبر په ۱۶مه نېټه ونيول شوه. د روان ميلادي كال د اګست په ۲۴مه نېټه د فرات د سپر د عملياتو د پيل راهيسې د داعش ترهګرې ډلې ته بل لوى ګوزار وركړل شو. داعش چې د دوو كلونو نه په لږه موده كې د نيول شوو خاورو زياته برخه بېرته له لاسه وركړې ده، دا ځل د خپلې اېډيولوژۍ د مشروعيت تر ټولو مهمه كلا يعنى دابق هم له لاسه وركړ.

كالن پدې اړه په خپله مقاله كې ليكلي دي چې د داعش ترهګرې ډلې چې په سوريه كې د تركيې سره په پوله باندې تقريبا ټولې سيمې نيولې وې د فرات د سپر د عملياتو د پيل سرم لومړى د جرابلس ښارګوټى او بيا وروسته شاوخوا كلي او بانډې ددې ډلې له منګولو آزادې شوې.  د آزادې سوريې اوردو د فرات او دجلې د سيندونو ترمېنځ د سيمې د پاكولو پوره اراده لري. ددې اوردو د مرګژوبلې سره سره په پام كې ده چې په سوريه كې د داعش دوه مهمې كلاګانې الباب او رقه هم ونيسي. پدې ډول د فرات د سپر عملياتو په سوريه كې د داعش پر وړاندې خپل برياليتوب ثابت كړ. د عملياتو په پايله كې له يوې خوا سيمه له ترهګرو پاكه شوه او د بله پلوه د آزادې سوريې د اوردو مورال هم لوړ شو. يو شمېر نور مخالفين هم د سوريې اوردو سره يو ځاى شول او زرګونه كډوال بېرته خپلو كورونو ته ستانه شول.

سربېره پر دې هغه افسانه هم پاى ته روسېدله چې ګويا په سوريه كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې   پي واى ډي وسله والې څانګې واى پي جي په يواځې ځان د داعش سره په مبارزه كې بريالۍ ده.

كالن همداراز ليكي دي چې په عراق كې په ۲۰۰۳م كال كې د نظامي يرغل ناخوالو او د ۲۰۱۰-۲۰۱۳مو كلونو ترمېنځ ددې هېواد د پخواني لومړي وزير مالكي د مذهب محوره سياستونو په پايله كې رامنځته شوو ستونزو په اشارې سره  د داعش لخوا ددې هېواد تر ټولو لوى دويم ښار موصل د نيول كېدو اصلي لاملونه ده. دا دوه پېښې د داعش د تولد په برخه كې مهم رول لري. د موصل په ښار كې سني عربي قبيلې د مركزي حكومت د مذهب محوره سياستونو او همداراز د شيعه ملېشو د كړنو له امله تل تر فشار لاندې ول. د همدې امله په ۲۰۱۴م كال كې د عراق د اوردو ۶۵ زره كسان له موصله د هېڅ وسله وال مقاومت پرته وتښتېدل. د موصل اوسېدونكو هم په مجبوري توګه د داعش راتګ پر ځان ومنلو.  دې پېښې له يوې خوا داعش ته د پام وړ امكانات وركړل او د بله پلوه د سني- شيعه ترمېنځ ناندرۍ يې نورې هم ژورې كړلې.

كالن د فرات د سپر د عملياتو په اړه وويل چې د تركيې د سرحدونو د امنيت د ساتنې او تركي او سوري هېوادوالو د ثبات د ټينګښت پورې به دا عمليات دوام وكړي.  اوسمهال د سوريې ولس د عزز – جرابلس ترمېنځ په امنه سيمه كې باثباته ژوند لري. تركيه دا عمليات په داسې حال كې كوي چې سوريه د نړيوالو د سياسي لوبو او جيوپوليتيكي پرېكړې قرباني شوې ده.

كالن ليكي چې دابق د داعش لپاره لويه نظامي ماته ده.  ځكه چې د عيسوي دين د ايډيولوژۍ پر بنسټ د قيامت د ورځې نه وړاندې د نېكو او بدو خلكو ترمېنځ وروستۍ جګړه به په همدې سيمه كې پېښه شي. حتى داعش د دابق تر نامه لاندې د پروپاګند يوه مجله هم لري. پدې مجله كې د خپلو شومو اعمالو لپاره د اسلامي احكامو نه ناوړه ګټه پورته كوي. پدې مجله كې د ترهګرې ډلې د مشروعيت لپاره غير عاقلانه معلومات چاپيږي. د  دابق په نامه مجله چې لومړۍ ګڼه يې په ۲۰۱۴م كال كې چاپ شوې ده، د توحيد، هجرت او جهاد تر عناوينو لاندې ناسم معلومات خپروي او د مسلكي كسانو لخوا د تش په نامه خليفه لپاره پروپاګند كيږي. په مجله كې پر ټولو مسلمانانو غږ شوى دى چې د تش په نامه خلافت خاورې ته هجرت وكړي. ددې پر وړاندې د تركيې د ديني چارو د عمومي رياست لخوا په ۴۰ پاڼو كې د `` ديني تحريف او د يوې ترهګرې ډلې په توګه داعش`` تر عنوان لاندې يو مطلب چاپ كړى وو چې په كې له ديني پلوه ددې ډلې ټولو ناوړه اعمالو ته ځواب ويل شوى وو. د اسلامي نړۍ ديني او سياسي مشران بايد د ترهګرې ډلې د مشروعيت ايډيولوژۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام وركړي او اجازه ورنكړي چې دا شتمن كلتوري د يوې ډلې ترهګرو لخوا لوټ شي. لوېديځ هېوادونه هم بايد داعش ښه وپېژني او په خپلو ټولنو كې اسلامافوبيا ته اجازه ورنكړي.

دا هم بايد هېره نشي چې د سوريې په جګړه كې دوه لوى وحشيان بشار اسد او داعش د يو بل پر مټ پوره ځواكمنيږي. دا ځواكمنتيا همداسې دوام مومي. له سوريې، عراق او نورو سيمو د داعش پاكول مهم دي. خو دا جګړه بايد د نورو اختلافاتو تخمونه ونه كري. سيمه ايز او نړيوال زبرځواكونه نه بايد د خپلو كوچنيو ستراتيژيكو ګټو لپاره دا جګړه قرباني كړي. ځكه هغه مهال به ددې جګړې بريالى څوك نه وي.



اړوند خبرونه