د اعدام د سزا د بيا پلي كولو بحثونه بيا تاوده شوي.

د تركيې په تقنيني سيستم كې د اعدام د سزا د بيا پلي كولو په موخه بحثونه چې د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا نه وروسته پيل شوي ول، اوس هم تاوده دي.

589967
د اعدام د سزا د بيا پلي كولو بحثونه بيا تاوده شوي.

 

 

ولسمشر رجب طيب اردوغان يو ځل بيا څرګنده كړه چې كه چېرې د تركيې پارلمان پدې اړه د قانون طرحه تصويب كړي نو هغه به يې هم توشېح كړي.

اردوغان چې پرون ماښام د تركيې په شمال كې د ترابزون په ولايت كې خلكو ته وينا اوروله څرګنده كړه چې كودتاچيانو د تركيې د ۲۴۱ تنو هېوادوالو ژوند واخيست او غوښتل يې چې دولت په ګونډو كړي. ددې امله به هېڅكله هم ونه بښل شي.

اردوغان د اعدام د بېرته پلي كولو په اړه د لوېديځو هېوادونو نيوكې هم وغندې او زياته يې كړه چې په ديموكراتيكو نظامونو كې د پارلمان پرېكړو ته بايد هر څوك درناوى ولري. اردوغان زياته كړه چې ``  لوېديځوال ماته وايي چې تاسې اعدام بېرته پلي كوئ. زه هم ورته په ځواب كې وايي چې ستا مور، پلار، اولاد او يا ورور نه دى وژل شوى. غم زموږ پر سر دى. كه چېرې پارلمان پدې برخه كې پرېكړه وكړي نو ټول بايد ورته درناوى ولري. موږ هم ورته درناوى لرو.``

دا په داسې حال كې ده چې د تركيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو تېره ورځ د اروپا د شورا په يوې غونډه كې د اعدام د سزا د بېرته پلي كولو سره خپل شخصي مخالفت وښود. په كابينه كې يو شمېر وزيران هم ددې سزا د پلي كولو مخالفين دي.



اړوند خبرونه