په عراق كې د تركي ځواكونو د شتوالي په اړه د عبادي درواغ

په داسې حال كې چې عراق حكومت د موصل په ولايت كې د بعشيقه په نظامي هډه كې د تركي سرتېرو د شتوالي په اړه غبرګون ښودلى دى خو په اصل كې دا غبرګون د نوموړي هېواد د دوه مخي سياست زېږنده دى.

588915
په عراق كې د تركي ځواكونو د شتوالي په اړه د عبادي درواغ

 

 

په عراق كې د تركيې د وسله وال پوځ د نظامي هډې د جوړولو په موخه اصلي غوښتنه ددې هېواد  د لومړي وزير حيدر العبادي لخوا شوې وه.

عبادي پدې اړه د موصل د ولايت په مربوطاتو كې د بعشيقه په نظامي هډه كې د داعش د ترهګرې ډلې سره د مبارزې په موخه  د تركي سرتېرو نظامي شتوالى د وخت د لومړي وزير احمد داوود اوغلو سره په ليدنه كې مطرح كړې وه.

عبادي په ګډه خبري غونډه كې له تركيې غوښتنه كړې وه چې په سيمه كې نظامي هډه جوړه كړي.

پدې اړه په خبري كنفرانس كې چې د ۲۰۱۴م كال د دسمبر د مياشتې په ۲۴مه نېټه جوړ شوى وو عبادي داسې ويلي ول:

`` ترهګره ډله نه د عراق او تركيې سربېره د سيمې ثبات ته ګواښ دى. د همدې امله پدې برخه كې بايد همكاري وكړو. له تركيې د همكارۍ تمه لرو. لومړي وزير `داوود اوغلو` هم د مرستې د كولو وعده وكړه. د نظامي، استخباراتي او وسلو په برخه كې مو د اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وكړ.  پدې اړه يو لست وړاندې شو او تركي ورورنو د مرستې لپاره تيارى وښود. د خپلو ځواكونو د سوق سره او د ګاونډيو هېوادونو په مرسته به دا ډله له منځه يوسو.``

د عراق لومړى وزير حيدر العبادي اوس د خپلو پورتنيو څرګندونو په هېرولو سره كوښښ كوي چې په عراق كې د تركي سرتېرو د شتوالي مشروعيت تر پوښتنې لاندې راوړي.



اړوند خبرونه