اردوغان دا ځل پر امريكا سختې نيوكې وكړې.

ولسمشر رجب طيب اردوغان يوې غونډې ته د وينا پرمهال د امريكا د متحدو ايالتونو چارواكي له دې امله وغندل چې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې مشر چې په دې هېواد كې مېشت دى، تركيې ته تر اوسه پورې نه دى تسليم كړى.

588216

اردوغان وويل چې امريكايي چارواكو د پې كا كا د جدايي غوښتنې ترهګرې ډلې مشر موږ ته تسليم كړ خو د بلې ترهګرې ډلې مشر فتح الله ګولن يې له ځانه سره ساتلى دى.

اردوغان يو ځل بيا امريكايي چارواكو ته خبردارى وركړ چې كه چېرې تركيې ته  د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د مشر د سپارل كېدو بهير وځنډيږي نو پدې برخه كې به د تركيې په دريځ كې هم بدلون راشي.

ولسمشر اردوغان ددې هېواد پر قضايي سيستم باندې هم نيوكې وكړې او زياته يې كړه چې `` امريكايي څارنوالان د همدې ترهګرې ډلې لخوا پخوا تركيې ته راوړل شوي، مېلمه پالنه يې شوې او بيا بېرته لېږل شوي دي. دا په داسې حال كې ده چې شپږ مېاشتې وړاندې د تركيې يو هېوادوال په امريكا كې نيول شوى او د محاكمې پرته په زندان كې پروت دى.``

اردوغان د امريكا په قضايه قوه كې د دوه مخي چلند نه په يادونې سره وويل چې ``د فتح الله ګولن د سپارلو په موخه مو ټول اسناد هغوى ته سپارلي دي خو دوى وايي چې دلته قضايي قوه خپلواكه ده. دا په داسې حال كې ده چې بل تركي هېوادوال د محاكمې پرته په زندان كې دى.``

اردوغان زياته كړه چې تركيې امريكايي چارواكو د دوى د غوښتنې سره سم هر ترهګر سپارلى دى خو هغوى اوس دا ترهګر `` فتح الله ګولن`` موږ ته ولې نه سپاري.

اړوند خبرونه