اردوغان: راځئ د سولې لپاره يو بل ته لاس وركړو.

ولسمشر رجب طيب اردوغان نن د انرژۍ په ۲۳مه نړيوال سرمشريزه كې چې په استانبول كې جوړه شوې وه، د نړۍ مشرانو ته په خطاب يو ځل بيا پر سوله ايز دريځ ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې `` راځئ چې په عراق او سوريه كې د سولې لپاره يو بل ته لاسونه وركړو.``

586722

ولسمشر اردوغان همداراز په تركيه كې د وروستيو ترهګري بريدونو نه په يادونې سره وويل چې ``كه چېرې ترهګري نړيوال ستونزه وي نو له نورو هېوادونو د مرستې غوښتل هم طبعي خبره ده. په هېواد كې  دننه د ترهګرۍ سره د مبارزې تر څنګ بايد په سوريه او عراق كې هم دا مبارزه جاري وساتو.``

ولسمشر اردوغان د انرژۍ په اړه وويل چې ``تركيه د انرژۍ په هره برخه كې د پانګې اچوونې لپاره پوتانشيل لري. هغه كسان چې پر تركيې باور لري او پانګه اچوونه كوي هېڅكله به پښېمانه نشي.``

اردوغان په هېواد كې د انژرۍ د اتومي بټۍ په اړه څرګنده كړه چې اوسمهال په هېواد كې د اتومي بټۍ د جوړولو چارې روانې دي. تركيه په پام كې لري چې په راتلونكې كې د خپلې انرژۍ لس سلنه د همدې اتومي بټۍ نه ترلاسه كړي.

اړوند خبرونه