د استانبول د خونړي برید اصلي فاعل ونیول شو

استانبول  پرون  یو ځل بیا زورورې چاودنې  ولړزو. د استانبول  د ینې بوسنا په سیمه کې  د پولیسو په مرکز  بمي  برید وشو.

584461
د استانبول د خونړي برید اصلي فاعل ونیول شو

استانبول  پرون  یو ځل بیا زورورې چاودنې  ولړزو. د استانبول  د ینې بوسنا په سیمه کې  د پولیسو په مرکز  بمي  برید وشو.

د استانبول  پولیسو  د برید نه  لنډه موده وروسته برید کوونکو  د شپږو تنو همکارانو سره  یو ځای  ونیو.

د استانبول  د امنیې قومندانۍ  د معلوماتو له مخې  د ترهګرۍ  پر وړاندې د مبارزې ریاست  منسوبینو   د پولیسو  د مرکز او وسله وال ځواکونو  د جلب او جذب  د دفتر  په منځ کې  د ترسره شوي  بمي  برید چې په پایله کې  لس تنه  ټپیان  شول  برید کوونکی  د ۶ تنو همکارانو سره یو ځای ونیو.

په څرګندونو کې راغلي دي برید کوونکی  چې د پې کاکا ترهګرې ډلې  غړی  دی  او د برید نه وروسته يي  عراق یا سوریې ته  د ترهګرو کمپونو ته  د تیښتې  هڅه کوله  ونیول شو.

د استانبول  د امنیې قومندانۍ  د ترهګرۍ پر وړاندې  د مبارزې ریاست  د برید کوونکي  د هویت د تثبیتولو نه سمدلاسه وروسته د هیواد  ۸۱ ولایتونو  او د استخباراتو  ریاست ته خبر ورکړ. همداشان  لنډه موده وروسته  د اقسرای  پولیسو برید کوونکی  د جعلي پیژند پاڼې سره  یو ځای  ونیو.

وروسته هغه  ټول همکاران  یو یو  ونیول شول.

برید کوونکي  غوښتل چې  په استانبول کې  ستر قتل عام وکړي  خو د الله په فضل سره چې  خپلې موخې ته ونه رسید.



اړوند خبرونه