د عراق په شمال كې د تركي الوتكو بمباري

د عراق په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې څلور پټنځايونه، يوه سمڅه او يو ډيپو د وسله وال پوځ د هوايي ځواكونو لخوا بمبار شو.

585169
د عراق په شمال كې د تركي الوتكو بمباري

 

د عراق په شمال كې د پې كا كا د ترهګرې ډلې څلور پټنځايونه، يوه سمڅه او يو ډيپو د وسله وال پوځ د هوايي ځواكونو لخوا بمبار شو.

د لوى درستيز د مقام لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د اكتوبر په شپږمه نېټه په ځايي وخت د ماښام په اتو بجو د عراق په شمال كې د اواشين او باسيان په سيمو كې د ترهګرې ډلې اړوند پټنځايونو باندې هوايي بمباري وشوه.

په اعلاميه كې راغلي دي چې ترهګرې ډلې ته درانده مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

تركيه حق لري چې د عراق په شمال كې د پې كا كا پر وړاندې هوايي عمليات ترسره كړي.



اړوند خبرونه