ولسمشر اردوغان د پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

اردوغان او پوتین په استانبول کې د مخامخ لیدنې نه د مخه د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

583714
ولسمشر اردوغان د پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې  د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ د ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  پدې ټیلیفوني خبرو کې  د دوه اړخیزو اړیکو سربیره  د سوریې  د روانو حالاتو په اړه  خبرې وشوې.

د ویلو ده چې  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د اکتوبر په ۹مه نیټه  ترکیې ته راځي. ولادیمیر پوتین  به  په استانبول کې جوړیدونکې  د انرژۍ په نړۍواله کانګره کې  ګډون وکړي.

همداشان ولسمشر اردوغان  او ولسمشر پوتین به  په استانبول کې لیدنه وکړي.

پدې ټیلیفوني خبرو کې  په استانبول کې د مخامخ لیدنې په اجندا  هم  تبادل د نظر وشو.

په ټیلیفوني خبرو کې  د اق قویو د اټومي انرژۍ د بټۍ، ترک جریان د ګازو نللیکې پروژې سر سربیره  د دواړو هیوادونو ترمنځه  د همکاریو د کچې د لا لوړولو په مسلې خبرې وشوې.

د ټیلیفوني خبرو  اصلي اجندا  د سوریې مسله وه. دواړو مشرانو په سوریه کې  د روانې جګړې د پایته رسولو  او اړینو کسانو ته  د مرستو د رسولو  په مسلو ټینګار وکړ.

ولسمشر اردوغان پداسې حال کې چې  روسیې  د ولسمشر سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې چې امریکا د سوریې په اړه  د روسیې سره  مذاکرات بهیر  وځنډو.

ددې په مقابل کې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې ترینګلې شوي دي. روسیې هم  د امریکا ددې ګام په مقابل کې د نوموړي هیواد سره  ځیني تړونونه  لغوه کړل.



اړوند خبرونه