د تركيې په ختيځ كې د يو سرتيري شهادت

د تركيې په ختيځ كې د وان په ولايت د يوې چاودنې په پايله كې يو تن تركي سرتېرى شهيد شو.

584432
د تركيې په ختيځ كې د يو سرتيري شهادت

 

د وان د ولايت د ګل پنار د ولسوالۍ په مربوطاتو كې د امنيتي ځواكونو د موټرو د كاروان د تېرېدلو پر مهال ځاى پر ځاى شوي چاودېدونكو مواد وچاودول شول چې په پايله كې يې يو تن تركي سرتېرى شهيد او ۲ تنه نور ټپيان شول.

امنيتي ځواكونو د وان – شرناك د ولايتونو مواصلاتي لار تړلې ده او په سيمه كې پراخه تصفيوي عمليات پيل شوي دي.  


پيوندونه: #شهيد , #وان

اړوند خبرونه