ترکیې د عراق د پارلمان پر خلاف سخت غبرګون څرګند کړ

ترکیې د عراق د پارلمان پر خلاف چې په نوموړي هیواد کې د میشتو ترکي ځواکونه د یرغلګرو ځواکونو په توګه یادونه کړې ده سخت غبرګون څرګند کړ

583013
ترکیې د عراق د پارلمان  پر خلاف سخت غبرګون څرګند کړ

د عراق پارلمان  د  د ترکیې د پارلمان لخوا  ددوی په  هیواد کې  د ترکي ځواکونو د پاتې کیدو د مودې د غځولو  پریکړه  رد کړه او ویلي دي چې چې دا پریکړه به   تایید نکړي.

ترکیې  د عراق د پارلمان ددې چلند پر خلاف  سخت غبرګون وښود.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د مسلې اړوند په خپره کړې خبرپاڼه کې  د عراق  د پارلمان  دا پریکړه په کلکو ټکو وغندله.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې « د عراق د پارلمان لخوا د  ترکیې په اړه یو پلوې او د تورونو نه ډک دریځ او پریکړه غندو. په ځانګړې توګه  د پریکړې هغه برخه چې  د ترکیې په ولسمشر ښاغلي اردوغان  بې بڼسټه او چټل  تورونه لګول شوي دي غندو  او د منلو وړ ندي. »

په خبر پاڼه کې راغلي دي چې  د ترکیې په اړه  د عراق د پارلمان پریکړه چې د کلونو کلونو راهیسې په هره برخه کې  د عراق خلکو ته د مرستې لاس اوږد کړی  او د نوموړي هیواد سره يي د مرستو او ملاتړ په خاطر خپل ټول امکانات  سفربر کړي  د منلو وړ نده  او د عراق د خلکو د لویې برخې  استازیتوب نکوي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي « عراق  چې  د ترکیې نه خپل ملي امنیت ته د تهدید په توګه یادونه کړې ده د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف چې  عراق  ته ستر ګواښ مخامخ کړی دی د پیل راهیسې  قوي مبارزه کړې ، او د داعش پر خلاف د نړۍوال ایتلاف د غړي په توګه  ، نړۍوالې مبارزې نه هر ډول ملاتړ کوي.»

« ترکیې  د کلونو کلونو راهیسې  د ترهګرۍ له امله چې مرکز  يي په عراق دی  په زرګونو تنه  وګړي  د لاسه ورکړي   او په عراق کې د مذهبي  نښتو په پایله کې  د رامنځته شوې  بې ثباتۍ او بې استقرارۍ له امله  تر ټولو  زیات  اغیزمن شوی هیواد  دی. ددې ټولو سره سره د عراق د ارضي تمامیت، ملي حاکمیت ، استقرار او امنیت په خاطر  د ډیرو لویو سیاسي او اقتصادي بدلونو په ورکولو سره  تل د عراق نه دفاع کړې ده .

تر ننه پورې  ترکیې عراق ته هیڅډول  تهدید  ندی مخامخ کړی . » 

په خبر پاڼه کې راغلي دي « دا لومړی ځل ندی چې  د ترکیې ملي شورا په عراق کې د ترکي ځواکونو د پاتې کیدو موده غځوي او ترکي ځواکونو  ته  په عراق کې د عملیاتو اجازه ورکوي. د عراق ولسي جرګې د ۲۰۰۷ کال راهیسې  تل ددې مسلې نه ملاتړ کړی  . خو  پداسې یو حساس وخت کې چې ترکیه او عراق دواړه  د هر وخت  نه لا زیات د ترهګرۍ ګواښونو سره  مخامخ  دي  د عراق د ولسي جرګې لخوا  ددې پریکړې ردول  او پدې اړه غبرګون ښودل  د معنا نه ډکه  خبره ده. »

په خبرپاڼه کې راغلي دي  ، ترکیه  لکه  څرنګه چې  د ترهګریزو سازمانونو پر خلاف  په مبارزه کې  ، چې  د هیواد  ملي امنیت ته يي ستر ګواښ  مخامخ کړی  د مشروع دفاع حق نه استفاده  کوي  همداشان   د عراق  د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت نه هم   دفاع کوي.

د یادولو وړ ده چې د عراق ولسي جرګې د تیرې ورځې په غونډه کې  په ترکیې ځینې بې بڼسټه تورونه ولګول  او د ترکیې د ولسي جرګې لخوا په عراق کې د ترکي سرتیرو د پاتې کیدو د مودې غځولو پریکړه  رد کړه.

د عراق ولسي جرګې  په پرونۍ غونډه کې  په نوموړي هیواد کې د ترکي سرتیرو نه چې  د عراقي سرتیرو د روزنې په خاطر  میشت دي  د یرغلګرو ځواکونو په توګه یادونه  وکړه  ، د ولسمشر اردوغان وروستۍ څرګندونې وغندلې  او عراق د حکومت نه يي  د ترکیې سره په  سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د بیا کتنې غوښتنه وکړه.


پيوندونه: #ترکیه , #عراق

اړوند خبرونه